BBC
 شاته

د ګیم پر سر، یوه نهه کلن ماشوم خپله ۱۳ کلنه خور وژلې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تر اوسه ښکاره نه ده چې ماشوم ټوپک یا تومانچه څه ډول تر لاسه کړې.

په امریکا کې پولیس وایي یوه نهه کلن ماشوم خپله ۱۳ کلنه خور ویشتلې.

د مسیسیپی ایالت پولیس وینا دې ۱۳ کلنه له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

ویل کېږي چې دوی د ویډیو ګېم لوبې کولې، ورور یې جایسټیک یا د لوبو کنټرول غوښتی چې دې نجلې نه دی ورکړی او بیا یې خپله خور په ماغزو ویشتلې.

تر اوسه ښکاره نه ده چې ماشوم ټوپک یا تومانچه څه ډول تر لاسه کړې.

پولیس وایي چې کېدی شي ماشوم دا ډول څه په ټلویزیون لیدلي وي او په ټوکو یې ورته عمل کړی وي، له دې ناخبره چې څه به پېښ شي.

ښکاره نه ده چې ماشوم به څه ډول قانوني غبرګون سره مخ وي.

د دغو ماشومانو مور په بله خونه کې وه او نورو ماشومانو ته یې خواړه ورکول چې ناڅاپي یې ډز واورېد.

پولیس وایي دا ډول پېښه یې هېڅکله نه ده لیدلې، دا هر څه ورته نوي دي.