BBC
 شاته

"د سولې په اړه د طالبانو ځواب ته منتظر يوو"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو هر کله د افغان حکومت له خوا دوی ته د سولې خبرو کولو وړاندیز رد کړی، د دوی د سولې خبرو ته چمتوالي لپاره لومړی شرط له افغانستانه د بهرنیو ځواکونه وتل یاد کړي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي طالبان د افغان حکومت له خوا د سولې د شوي وړاندیز په اړه په خبرو او سلامشورو بوخت دي او که طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو لپاره چمتووالي وښيي دوی به ورته دفتر پرانيزي.

د دغې شورا چارواکي تمه ښيي چې په راتلونکي لمریز کال کې به د سولې په هکله د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

د نژدې شلو ورځو په تېریدو طالبانو لا د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته د رد یا هو ځواب نه دی ورکړی، خو د سولې عالي شورا په دې باور ده چې د دغې ډلې مشرتابه په خپلو منځو کې سلامشورې کوي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک په یوې خبرې غونډې کې وویل، د طالبانو له مشرانو سره په اړیکه کې دي او هیله لري راتلونکی ۱۳۹۷ لمریز کال به په افغانستان کې د سولې کال وي.

"موږ د طالبانو مثبت ځواب ته منتظر يوو، هيله مو دا ده چې دغه مثبت ځواب د افغانستان د ټول ولس غوښتنو ته چې د اسلام د عوامرو په رڼا کې طالبان هم ځان مکلف وګڼي او بلاخره سوله چې يو الهي امر هغو ته تسليم شي او بين الاافغاني مذاکرات چې يو ابرومند او عزتمند مذاکرات دي پر مخ بوځي".

ښاغلي خپلواک زیاته کړه، که چېري طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو لپاره چمتووالي وښيي، حکومت به په هر هغه ځای کې چې دوی وغواړي، دفتر ورته پرانيزي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اکرم خپلواک وايي، که چېري طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو لپاره چمتوالي وښيي، حکومت به په هر هغه ځای کې چې دوی وغواړي، دفتر ورته پرانيزي

وسله وال طالبان له تېرې څه باندې یوې نیمې لسیزې راهیسې د افغان حکومت او د هغوی د بهرنیو ملاتړو پر ضد جنګېږي.

طالبانو هر کله د افغان حکومت له خوا دوی ته د سولې خبرو کولو وړاندیز رد کړی، د دوی د سولې خبرو ته چمتوالي لپاره لومړی شرط له افغانستانه د بهرنیو ځواکونه وتل یاد کړي دي. دغې ډلې په دې وروستیو کې دوه ځله له امریکا سره مخامخ خبرو ته چمتوالی وښود.

کابو درې اوونۍ مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل بهیر په دوهم کنفرانس کې وسله والو طالبانو ته د سولې لپاره بې قید او شرطه وړاندیز وکړ چې د علماو شورا او ځینو نورو کورنیو او بهرنیو بنسټونو بې ساری بللی دی.

حکومت ویلي، چمتو دی له وسله والو طالبانو سره اوربند وکړي، دوی د سیاسي ګوند په توګه ومني، بندیان یې ازاد کړي او د اړتیا په صورت کې به اساسي قانون هم بدل کړي.

بلخوا د سولې شورا وايي په راتلونکو دوو اوونیو کې به د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د افغان، پاکستاني او اندونیزیايي علماوو تر منځ د افغان جګړې د دیني اړخ په اړه بحث وشي.

د دغې شورا چارواکي وايي د یاد کنفرانس لپاره پوره چمتوالی لري او هیله لري چې پایله به یې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لامل شي.