BBC
 شاته

له نواز شریف وروسته پر عمران خان د بوټ ګوزار وشو

د انځور حقوق AFP

د پاکستان د پنجاب په ګجرات ښار کې د سې شنبې په ورځ د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په بوټ وویشتل شو.

تېرو دریو ورځو کې دا دویمه پېښه ده چې د پاکستان سیاستوال پر بوټ ویشتل کېږي.

له دې مخکې پخوانی لومړی وزیر نواز شریف په لاهور کې د دریځ په سر په وویشتل شو.

ګجرات کې د موټر په سر عمران خان د خپلې ډلو د غړو جوړولو غونډه کې ولاړ و چې د بوټ ګوزار پر وشو.

عمران خان په بوټ ونه لګېد، خو له هغه سره ولاړ بل ملګری یې علیم خان سینې ته ولګېد.

ځايي رسنیو کې خپرېدونکې ویډیو ښيي چې کله پر علیم خان بوټ لګېږي، نو امنیتي ځواکونه یې مخ ته درېږي.

یاده دې وي چې د یکشنبې په ورځ د لاهور یوه دیني مدرسه- جامعه نعیمیه- کې د پاکستان پر پخواني لومړي وزیر د بوټانو څو ګوزارونه وشول.

بوټ واروونکو طالبانو د لبیک لبیک نارې وهلې.

د انځور حقوق AFP
Image caption نواز شریف په مدرسه کې د بوټ له ګوزار سره مخ شو.

په دغه ناسته کې یو مخکښ خبریال سهیل وړایچ بي بي سي ته وویل، دا هرڅه یې په خپلو سترګو ولیدل او داسې فکر کوي چې دا پلاني پېښه وه.

له هغه وروسته مفتي راغب نعیمي د یوه بیان په خپرولو سره له اړوند چارواکو او امنیتي ادارو وغوښتل چې دا پېښه بشپړه وڅېړي او هغه خلک رسوا کړي چې لاس یې پکې درلود.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د عوامي مسلم لیګ د مشر شیخ رشید په ګډون ټولو مشرانو دا پېښه وغندله.

له دې مخکې د پاکستان پر بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم یوه ناسته کې د مشواڼۍ ګوزار وکړ، خو هغه تورن کس وباښه او د خوشي کولو حکم یې وکړ.