BBC
 شاته

ولې یو شمېر چترالۍ ښځې ځان وژني؟

د پښتونخوا په ښکلې سيمې چترال کې د بشري حقونو د فعالانو په وينا ١٥٠ ښځې په تېرو شپږو کلونو کې ځانوژنې ته اړې شوې دي. داسې مياشت نه وي چې له چتراله د يوې نه يوې ښځې د ځانوژنې خبر نه خپرېږي. دلايل يې بېلا بېل دي. ځايي دودونه، بې وزلي او ځينې نور مسايل چې زموږ همکار رفعت الله اورکزى يې په دې رپوټ کې د موندلو هڅه کوي.