BBC
 شاته

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړل شو

رېکس ټېلرسن د انځور حقوق AFP
Image caption رېکس ټېلرسن نه دی خبر چې ولې له دندې ګوښه شوی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلېرسن له دندې ګوښه کړی او پرځای یې د سي آی اې مشر مایک پومپیو غوره کړی.

په یوه لنډ ټویټ کې ولسمشر ټرمپ ښاغلي ټېلېرسن ته تر دې دمه د چوپړ مننه ویلې، او په دې توګه یې د بهرنیو چارو له وزارته د هغه د لېرې کېدو پخلی کړی.

امریکایي رسنۍ وایي چې ښاغلي ټېلېرسن ته په دې اړه مخکې خبر نه و ورکړل شوی او پوره لېوالتیا یې درلوده چې د شمالي کوریا حساسو پرمختیاوو ته په کتو پرخپله څوکۍ پاتې شي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې ټویټ کې مېرمن جینا هاسپل د سي آی اې د نوې مشرې په توګه اعلان کړې.

مېرمن هاسپل به د دې ادارې په تاریخ کې لومړۍ ښځینه مشره وي.

د ولسمشر ټرمپ له دې ټویټه څو ساعته مخکې ښاغلي ټېلېرسن ویلي وو، د برتانیې د حکومت دا ارزونه سمه بولي چې مسکو په قوي احتمال په اعصاب فلجوونکې ماده د روس دوه اړخیز جاسوس سیرګي سکرېپال او د هغه د لور یولیا مسموم کړي دي.

رېکس ټېلرسن شاوخوا یو کال وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده پیل کړې وه.

د ګومارل کېدو له مهاله ښاغلي ټېلېرسن له ولسمشر ټرمپ سره د ګڼو مسالو په تېره بیا له شمالي کوریا سره د چلند پر سر د نظر توپیر درلود.

ولسمشر ټرمپ پخپله هم د شنبې پر ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې دا ومنله چې پر ځینو مسلو یې له رېکس ټېلرسن سره د نظر توپیر درلود.

نوموړي د بېلګې په توګه د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ د دې هېواد د اتومي پروګرام پر سر شوی تړون یاد کړ.

ولسمشر ټرمپ وویل، دی په دې باور دی چې له ایران سره شوی تړون بې ګټې دی او باید مات شي، خو زیاته یې کړه چې رېکس ټېلرس دې تړون ته په ښه سترګه کتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ښاغلی ټېلرسن د خپلې ګوښه کېدنې پر لامل نه دی خبر، او غوښتل یې چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې اسوشیټډ پرېس ویلي، د ولسمشر ټرمپ د دفتر رئیس جان کېلي د تېرې جمعې پر ورځ د بهرنیو چارو پخواني وزیر رېکس ټېلرسن ته د خبرداري په توګه ویلي وو چې د ولسمشر ټرمپ پر ټوېټر پاڼه دې نظر وساتي، ځکه ښایي هلته د ده په اړه مهم اعلان وشي.

یاده دې وي چې تر رېکس وړاندې د ډونلډ ټرمپ د ادارې یو شمېر نور جګپوړي چارواکي هم د ولسمشر لخوا له دندو ګوښه شوي، او یا یې هم پخپله استعفا ورکړې.