BBC
 شاته

"افغانستان کې د امریکا له ۱۷ کاله جګړې سره سره د ترهګرو ډلو شمېر زیات شوی"

د انځور حقوق Getty Images

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه یو مطلب خپور کړی چې افغانستان باید نور د هغو ترهګرو ډلو ځاله نه شي چې پر امریکا او د امریکا پر ګټو بریدونه کوي، او دا هغه خبره ده چې د امریکا درې مخکنیو ولسمشرانو کړې ده، خو د دې مطلب لیکوال وايي دا هغه اندیښنه ده چې اوس په رښتیا کېدو ده.

د دې مطلب لیکوال د چارواکو هغو څرګندونو ته اشاره کوي چې وايي دغې ډلې اوس په افغانستان کې د روزنې مرکزونه جوړ کړي.

ورځپاڼه د جګړې د څېړنې د مرکز د یوه رپوټ په حواله وايي چې اسلامي دولت ډلې په افغانستان کې له خپلو خوندي ځایونو پر امریکا د برید کولو پلانونه جوړول، چېرته چې د همدې ډلې تر بیرغ لاندې د ځايي خلکو د وینا له مخې د ازبکستان، چیچنیا، سودان، فرانسې او تاجکستان سخت دریځي راټول شوي دي.

د مطلب لیکوال وايي یو څه چې روښانه دي هغه دا دي چې په افغانستان کې د امریکا له ۱۷ کلن حضور، سره ، سره په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو شمیر زیات شوی دی. ورځپاڼه وايي دا اندیښنې داسې مهال رامخې ته کیږي چې القاعده ډله لا هم یو ګواښ دی.

عرب نیوز:

عرب نیوز ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې اټکلوي چې وروسته له هغه چې امریکا د پاکستاني طالبانو د ډلې د دریو مشرانو پرسر جایزه وټاکله د پاکستان او امریکا ترمنځ به اړیکي ښه او له ترهګرۍ سره په جګړه کې همکارۍ زیاته شي.

د یادونې ده چې تېره اونۍ امریکا د پاکستاني طالبانو د ډلې د مشر ملا فضل الله پر سر پنځه ملیونه، له دغې ډلې د بلې جلا شوې ډلې جماعت الاحرار د مشر عمر خالد خراساني پر سر درې ملیونه او د لشکر اسلام په نوم د یوې ډلې د مشر منګل باغ پر سر هم درې ملیونه ډالره جایزه اعلان کړه.

دغو ډلو په پاکستان کې د یو شمیر خونړیو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخستی او پاکستان ادعا کوي چې مشران یې په افغانستان کې دي.

د مطلب لیکوال وايي د امریکا له دې پریکړې داسې ښکاري چې د پاکستان اندیښنې یې په پام کې نیولې دي.

دی پاکستان ته سپارښتنه کوي چې د دې په مقابل کې دې داسې ګامونه پورته کړي چې امریکا ډاډه شي چې اندیښنو ته یې د پاکستان له خوا په جدي سترګه کتل کیږي په تېره د افغان طالبانو د یوې ډلې حقانې شبکې پرضد لاس په کار کېدل.

ډان:

ډان ورځپاڼې لیکلي د پاکستان فډرالي څېړنو ادراې په امریکا کې ددغه هېواد د پخواني سفیر حسین حقاني پرضد د مالي فساد، له واکه د ګټې اخستنې او د جرم ترسره کولو قضیه ثبت کړې ده .

حسین حقاني په امریکا کې اوسیږي او د پاکستان پر حکومت او پوځ ډیرې نیوکې کوي، په تېره په افغانستان کې د لاسوهنې او له ترهګرۍ سره په جګړه کې د پاکستان د رول په اړه.

پاکستانۍ ورځپاڼې دې نیوز رپوټ ورکړی چې پرون په یوه هوايي برید کې چې ښايي امریکایي بې پیلوټه الوتکو کړی وي، د داعش ډلې د قوماندان داود مسید د زوی په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.

ورځپاڼې زیاتوي دا برید په ننګرهار ولایت کې شوی خو د برید کره ځای نه دی ښودل شوی.