BBC
 شاته

پر جاسوس برید؛ پر روسیې نړیوال فشار زیاتېږي؟

. د انځور حقوق EPA/ YULIA SKRIPAL/FACEBOOK
Image caption سرګي سکریپال او لور یې

برتانیا د روسیې سفیر احضار کړی او ترې غوښتلي یې دي چې د روانې ورځې تر ماښامه دې پر برتانوي جاسوس د کارول شويو ګازو په اړه د کیمیاوي وسلو د مخنیوي نړیوال بنسټ ته بشپړ معلومات ورکړي.

د برتانیا لومړۍ وزیرې پارلمان ته په وینا کي وویل، پر پخواني روسي جاسوس سیرګي سکریپل او د هغه پر لور په شوي برید کې هغه زهري مواد کارول شوي چې روسیه یې جوړ وي. د تریزا مې په وینا دا امکان ډیر دی چې روسیه د دغه ناکام برید ترشا لاس ولري.

روسیې د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت ادعا رد کړې، خو د امریکا متحده ایالتونو بیا د برتانیا له دریځه ملاتړ کړی دی.

د پاکستان او روس زیاتېدونکي اړیکي

د برتانیا لومړۍ وزیره روسیه په ټاکنو کې په لاسوهنه تورنوي

ټرمپ: پوتین په ټاکنو کې د لاسوهنې تور ځان ته سپکاوی بولي

سرګي سکریپال د روسیې یو پخوانی افسر چې په ۲۰۰۶ کال کې برتانیا ته د جاسوسۍ په تور په ۱۳ کال زندان محکوم شو.

خو دی په ۲۰۱۰ کال کې د جاسوسانو په یوه تبادله کې برتانیا ته راغی او همدلته اوسېده.

تېره یکشنبه دی او لور یې یوه رسټورانټ ته ولاړ خو له هغه ځایه له راوتلو وروسته د بې هوشۍ په حال کې وموندل شول او لا هم په روغتون کې دي.

د برتانیا لومړۍ وزیرې وویل، څېړنو ښودلې چې په دغه برید کې د نافیچوک هغه عصبي ګاز کارول شوي چې روسیه یې تولیدوي.

دا وايي د نړیوالو مخکښو څېړنو د کار او د پورټن ډاون لابراتوار د څېړنو په پایله کې زموږ معلومات دا دي چې دا ډول ګاز مخکي په روسیه کې تولید شوی او لا به یې هم د تولید توان لري.

نوموړې وویل دې ته په کتو چې روسیه په بهر له دغه هېواده د ځیني جلا شويو مخالفینو ترور ځان ته روا بولي حکومت دې پایلې ته رسیدلی چې ډیر امکان لري چې پر سرګي او د هغې پر لور یولیا سکریپال برید کې روسیه لاس لري.

د انځور حقوق PA

هغې زیاته کړه، د بل ګام له پورته کولو وړاندې به د روسیې ځواب څیړي او که دا ځواب د دې په وینا رښتینی نه و، نو بیا به دې کړنې ته د روسیې له خوا پر برتانیا د ناروا ځواک د کارولو په سترګه وکتل شي.

په لندن کې پر ښاغلي سکریپل او د هغه پر لور د برید په اړه د تازه څېړنو په پایله چې د برتانیا له پوځه هم پکې مرسته غوښتل شوې، په بریتانیا کې د روسیې سفیر احضار شو.

مېرمنې وویل د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون د روسیې له سفیره پوښتلي چې ایا دا د روسیې له خوا مستقیمه کړنه وه او که د دغه ډول ګاز پر زیرمه د روسیې د نه کنټرول په پایله کې دا برید شوی.

د روسیې له سفیر دغه راز غوښتل شوي چې تر نن ماښام د نافیچوک ګاز په اړه د کیمیاوي وسلو د مخنیوي نړیوال بنسټ ته بشپړ معلومات ورکړي.

د سپينې ماڼۍ ویانده سارا هکبي سنډرز وايي، دغه پېښه له نږدې څاري او امریکا ورته د یوې جدي پيښې په توګه ګوري.

د برتانیا پر خاوره پر یوه برتانوي د وژونکي ګاز کارول لوی تیری دی. دا یو بې باکه ، بې رحمه او نامسوولانه کړنه وه. په کلکه یې غندو او په دې برخه کې د برتانیا د حکومت ملاتړ کوو، په دې چاره کې د خپل نږدې ملګري هېواد ترڅنګ ولاړ یو. اروپايي ټولنې هم له برتانیا د ملاتړ هوډ څرګند کړی.

د انځور حقوق EPA
Image caption ټېلرسن: موږ له دې سره موافق یو چې د پېښې ټول مسوولان چا چې جرم کړی او چا چې د جرم کولو سپارښتنه کړې، باید د خپل کړي (جرم) سختې پایلې وویني.

د هغې په خبره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ټېلرسن چې د دوشنبې په ورځ یې له خپل برتانوي سیال سره د پېښې په اړه په تيلیفانه خبرې کولې وویل، متحده ایالتونو د برتانیا له هغو ارزونو ملاتړ کوي چې احتمالا روسیه په دې اړه مسووله ده:

"موږ له دې سره موافق یو چې د پېښې ټول مسوولان چا چې جرم کړی او چا چې د جرم کولو سپارښتنه کړې، باید د خپل کړي (جرم) سختې پایلې وویني."

خو روسیې د لومړۍ وزیرې تیریزا مۍ څرګندونې خندوونکي بللي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دا څرګندونې د روسیې پرضد سیاسي پارونې د کمپاین یوه برخه ده .