BBC
 شاته

افغانستان څرنګه نړیوال جام ته رسېدلی شي؟

نجیب ځدراڼ د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان په دویم پړاو کې له وېسټ انډیز، آئرلنډ او متحده عربي اماراتو سره لوبې کوي

د ٢٠١٩ کال نړيوالو اتلوليو د غوراوي لومړى پړاو پاى ته ورسېد. د افغانستان ته زړه ماتوونکى و خو لا هم هيله لري چې په انګلستان کې د کېدونکو نړيوالو اتلوليو برخه وال شي.

د غوراوي لومړى پړاو افغان لوبډلې ته مايوسوونکى پيل شو او همداسې پر مخ لاړ.

په پاى کې د هانگ کانگ په وړاندې د نيپال بري افغان لوبغاړو ته هيله ورکړه.

له بي گروپ څخه زمبابوې ، سکاټلنډ او افغانستان دويم پړاو ته لار وموندله. خو افغانستان له سکاټلنډ او زمبابوې ماتې وخوړې او په دې توگه په دويم پړاو کې کوم امتياز نه لري.

زمبابوې او سکاټلنډ خپله لوبه مساوي ختمه کړه خو دواړو افغانستان ته ماتې ورکړې نو دوى دويم پړاو ته له درو درو امتيازونو سره ځي.

په الف گروپ کې ويسټ انډيز، ايرلنډ او متحد عربي امارات وتوانېدل چې دويم پړاو کې ځان ته ځاى ومومي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان په لومړي پړاو کې زمبابوې ته په دوه منډو لوبه وبایلله

ويسټ انډيز اماراتو او ايرلنډ ته ماتې ورکړې نو دوى په دويم پړاو کې څلور پوانيټونه لري. ايرلنډ اماراتو ته ماتې ورکړې نو له دوو پواينټونو سره په دويم پړاو کې لوبې پيلوي.

متحد عربي امارات د افغانستان غوندې بې له کوم امتيازه په دويم پړاو کې بخت ازمويي.

د دويم پړاو په لوبو کې د الف گروپ درې لوبډلې د بې گروپ له درو لوبډلو سره لوبې کوي.

که افغانستان خپلې درې سره لوبې له ويسټ انډيز، ايرلنډ او متحدو عربو اماراتو وگټي نو شپږ پواينټونه به ومومي.

ويسټ انډيز که له افغانستان څخه ماتې وخوري خو سکاټلنډ او زمبابوې ته ماتې ورکړي نو اته پواينټونه به يې وي او بې له کومې ستونزې به پايلوبې ته او نړيوالو اتلوليو ته لار ومومي.

که ويسټ انډيز ځاى ومومي نو يوه بله لوبډله به موقع لري چې پايلوبې ته ورسېږي.

که ايرلنډ له سکاټلنډ او زمبابوې لوبې وگټي نو شپږ پواينټونه به يې وي، په هغه حالت کې به د افغانستان هم شپږ پواينټونه وي.

که سکاټلنډ او زمبابوې له ايرلنډ او ويسټ انډيزه لوبې وبايلي او له اماراتو يې وگټي نو په هغه حالت کې به د دوى دواړو امتيازونه پنځه پنځه وي چې تر افغانستان به کم وي خو که چيرې دوى له ايرلنډ او اماراتو لوبې وگټلې او له ويسټ انډيزه يې وبايللې نو بيا به دوى د اوو امتيازونو په لرلو تر افغانستان وړاندې وي.

د انځور حقوق ACB OFFICIAL
Image caption د دویم پړاو لوبې د مارچ پر پنځلسمه تېټه پیلېږي.

نو افغانستان ته غوره حالت دا دى چې خپلې درې سره لوبې وګټي او سکاټلنډ او زمبابوې په دويم پړاو کې تر يوې لوبې ډېرې ونه ګټي.

ايرلنډ هم باید په زمابوې او سکاټلنډ کې يوې لوبډلې ته ماتې ورکړي او متحد عرب امارات بيا له زمبابوې او سکاټلنډ څخه هغې لوبډلې ته ماتې ورکړي چې له ايرلنډ څخه يې گټلې ده.

په داسې حالت کې به ويسټ انډيز اته پواينټونه ولري، افغانستان شپږ، ايرلنډ څلور، سکاټلنډ او زمبابوې پنځه او امارات دوه يا څلور پواينټونه ولري.

که همداسې وشول پايلوبې ته به ويسټ انډيز او افغانستان ورسېږي چې نړيوالو اتلوليو ته د رسېدا يوازينۍ لار ده.

چا هسې نه دې ويلي چې دنيا په اميد خوړل شوې. چې هيله وي هر څه ممکن دي.