BBC
 شاته

د فاع وزارت: افغانستان کې لسګونو وسله وال وژل شوي

Image copyright Getty

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ د نښتو له امله د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې ۶۲ وسله وال وژل شوي دي.

د دغه وزارت له خوا نوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان ننګرهار، پکتيکا، وردګو، غزني، کندهار، فراه، بدخشان، تخار او هلمند ولايتونو کې وژل شوي دي.

د ياد شوي وزارت په وينا په وژل شويو کسانو کې ۵ تنه د طالبانو ځايي قومندانان او دوه د "اسلامي دولت" نومې ډلې غړي دي، پر دې سربېره ۲۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

په دغو عملياتو کې هوايي ځواکونو هم برخه اخيستې، د طالبانو پېنځه قومندانان سره د ۱۵ تنو هلمند ولايت کې او ۲۳ تنه د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې وژل شوي.

د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې هم ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو د څو افغان امنيتي ساتونکو د وژلو ادعا کړې، د فاع وزارت هم د ۷ سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.