شاته

ځانګړوځواکونود یو ټولي قوماندان د ژغورنې عملیاتو کې وژل شوی

د افغانستان پر امریکايي پوهنتون د تیرې شپې په برید کې، چې شاوخوا لس ساعته یې دوام وکړ، د اوو محصلینو په ګډون دیارلس تنه ووژل شول او څلور څلوېښت نور په کې ټپیان شول.

د کابل د امنیې قوماندان عبدالرحمان رحیمي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، چې په وژل شوو کسانو کې درې پولیس هم شامل دي، خو هغه د پولیسو د ځانګړو ځواکونو د ټولي قوماندان محمد اکبر اندرابي د وژل کیدو په اړه څه و نه ویل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر اوسه د اندرابي د وژل کيدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي "موږ د افغانستان امریکايي پوهنتون د محصلینو د ژغورنې پر مهال خپل یو تر ټولو ښه اکبر له لاسه ورکړ، موږ به د هغه قُرباني په یاد ولرو".

اکبر اندرابي د افغانستان پر امریکايي پوهنتون د تیرې شپې په برید کې د محصلینو او استادانو د ژغورنې او د بریدکوونکو د ځپلو د عملیاتو رهبري په غاړه درلوده.

د ځانګړو ځواکونو د ټولي دغه قوماندان ۳۳ کاله عمر درلود او د ځانګړو ځواکونو د ټولي د قوماندان په توګه یې له ۲۰۰۹ کال راهیسې په کابل کې د دیرشو تروریستي بریدونو په مخنیوي کې برخه اخیستې وه.

قومندان اندرابي پر سرینا او انترکانتینینتال هوټلونو، عدلیې وزارت، پشتني بانک، د ټاکنو خپلواک کمیسیون، کابل بانک، ملي شورا، لویې څارنوالۍ او یو شمیر نورو بنسټونو باندې د بریدګرو د ځپلو رهبري کړې وه.

دغه راز، اکبر اندرابي د افغانستان په مختلفو سیمو کې د یو شمیر شپنیو ځانګړو عملیاتو رهبري هم کړې وه.

په همدې حال کې د افغانستان امریکايي پوهنتون مسؤولینو د یوې خبرپاڼې په خپرولو پر دغه پوهنتون باندې د برید پر مهال د افغان امنیتي ځواکونو د ژغورنې د عملیاتو ستاینه کړې ده.

د دغه پوهنتون رئيس مارک انګلش د افغانستان له حکومت او امنیتي ځواکونو څخه مننه کړې، چې د بریدګرو د ځپلو او د محصلینو او استادانو د ژغورنې لپاره یې پر وخت اقدام وکړ.

د افغانستان د حکومت مشرانو د دغه برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون باندې برید د دغه هیواد له پرمختګ او ترقۍ سره دښمني ده.

بریدکوونکو تیره شپه ۷ بجې او ۱۵ دقیقې د کابل په دارلامان سیمه کې لومړی د پوهنتون مخې ته موټربم برید وکړ، له هغې وروسته دوه تنه وسله‌وال د پوهنتون ودانۍ ته دننه شول او له افغان امنیتي ځواکونو سره د لسو ساعتونو له مقابلې وروسته ووژل شول.