BBC
 شاته

د تصویرونو البم: تر اوبو لاندې حیرانونکۍ نړۍ

د جرمني عکاس توبیس فریدریچ د دویمې نړیوالې جګړې د مهال یوې غرقې شوې برتانوۍ بېړۍ کې د پوځي ګاډي پانو رامیک تصویر اخیستی او د ۲۰۱۸ کال لپاره تر اوبو لاندې د عکاسۍ برخه کې غوره پنځونه بلل شوې ده.

فرید ریچ دا تصویر د مصر راس محمد نومي سمندر غاړې ته نژدې اخیستی دی. د نړۍ له لر او بره دغې سیالۍ ته نژدې ۵۰۰۰ تصویرونه لېږل شوي وو.

Motorcycles inside the SS Thistlegorm. د انځور حقوق Tobias Friedrich/UPY 2018

دغه تصویر کې نورټون ۱۶ ایچ ډوله موټر سایکلونه لیدل کېږي، چې ګاډو کې بار شوي دي. تصویر کې کبان هم لیدل کېږي. فریدریچ وايي، 'له څو کلونو راهیسې مې دغه تصویر ذهن کې و، خو دلته دومره ځای نه موندل کېده، چې ټول تصویر یوه فریم کې راشي. '

نوموړی وايي حل مې ورته داسې وموند چې ډېر تصویرونه سره یو ځای کړم او یو تصویر ترې جوړ کړم.

د سیالۍ جیوري یو غړی پېټر راولینډ وايي، 'دا تصویر په کافي اندازه له معمولي تصویرونو ځانکړی دی او څومره چې کېدای شي په پراخه کچه باید وکتل شي. دا د تصویر اخیستو غیر عادي وړتیا پنځولی دی. '

Two swans feeding under the lake water. د انځور حقوق Grant Thomas/UPY 2018

تر اوبو لاندې تصویرونو سیالۍ د برتانیا کټګوري کې لومړۍ جایزه د ګرانټ تهامس دغه تصویر ته ورکړل شوې، چې (لوبرډز) نوم یې ورکړی دی. دا تصویر سکاټلنډ کې اخیستل شوی دی. عکاس وايي، د دغه تصویر لپاره مې تر ټولو د غوره شېبې انتظار کاوه.

دغه سیالۍ لپاره ۱۱ کټګورۍ په پام کې نیول شوې وې او د عکاسانو د وړتیا ازموینه وشوه، چې درې کټګورۍ پکې یوازې برتانیا کې تر اوبو لاندې د اخیستل شویو تصویرونو لپاره ځانګړې شوې وې.

Sea slugs with a moray eel in the background. د انځور حقوق ManBd UiDive/UPY 2018
Image caption عبدالرحمان جمال الدین د دغه سمندري خوځنده تصویر داسې مهال تصادفاً اخیستی چې اصلا د بل تصویر لپاره چمتو کېده.
A group of pike underwater. د انځور حقوق Tony Stephenson/UPY 2018
Image caption د لیسټر ټوینې سټېفن سټوني کوو کې دغه تصویر اخیستی دی.
A humpback whale skyhopping. د انځور حقوق Greg Lecoeur/UPY 2018
Image caption جارج لیکور د وهیل نومي کب دغه تصویر داسې مهال اخیستی، چې کب له اوبو بهر ټوپ واهه.
Three seahorses backlit under the water. د انځور حقوق SHANE GROSS/UPY 2018
Image caption شین ګروس خپله هم حیرانتیا څرګنده کړې، چې د سمندري اسانو دغه یو ځايي تصویر څنګه اخیستی دی.
Shark behaviourist Cristina Zenato surrounded by sharks in The Bahamas د انځور حقوق Fan Ping/UPY 2018
Image caption کرسټینا دیناتور د شارک پر رویې څېړنه کوي او شارک ته نژدې ورځي، د همدې کمساري تړاو له کبله نوموړې نژدې ورغلې او فین پنګ یې دغه تصویر اخیستی.
A coiled up conger eel. د انځور حقوق Songda Cai/UPY 2018
Image caption سونګدا سايي وايي په خپلو بې شمېره اخیستل شویو تصویرونو کې یې دا یو ډېر خوښ دی.
A fish wedged between the bell and the tentacles of a jellyfish. د انځور حقوق Scott Gutsy Tuason/UPY 2018
Image caption یوه کب څنګه د سمندري بوټي او جیلي فیش تر منځ لاره ومونده او په کې ایسار پاتې شو، سکاټ ګسټي یې تصویر اخیستی.
A cormorant with a fish in its mouth. د انځور حقوق Filippo Borghi/UPY 2018
Image caption فلیپو بوګي وايي دوې ورځې یې له پنځو تر اتو بجو پورې اوبو کې انتظار کړی او وروسته یې د یوه مرغه له لوري د کب ښکار دغه تصویر واخیست.
A sand tiger shark surrounded by millions of tiny fish د انځور حقوق Tanya Houppermans/UPY 2018
Image caption تانیا باپر مینز وايي په پټه یې ستوني ستغ لامبو کوله او کله چې زرګونه کوچني کبان د شارک له مخې لرې شول، تصویر یې ترې واخیست.
Humpback whales swimming under the water د انځور حقوق Simone Matucci/UPY 2018
Image caption سایمن میټوسي او مېرمن یې وايي، د ټونګا پاپا ایلنډ کې یې داسې ښایستوکی منظر ولید.
A bear hunting for salmon in the water. د انځور حقوق Mike Korostelev/UPY 2018
Image caption مایک کورو ستیلیف د روسیې کوریلي جهیل کې له نژدې د یږ تصویر اخیستی چې د کبانو ښکار کوي.
A crocodile reflected on the surface of the water. د انځور حقوق Borut Furlan/UPY 2018
Image caption بورټ فرلان د کیوبا اوبو کې د تمساح ساکت تصویر اخیستی.

د ټولو تصویرونو ټول حقونه خوندي دي.