BBC
 شاته

د پښتو ژبې وتلی لیکوال عبدالله بختاني د ۹۳ کلونو په عمر ومړ

عبدالله بختانی
Image caption ارواښاد عبدالله بختاني خدمتګار په پښتو او دري ژبو څه باندې سل اثار لیکلي دي چې یو شمېر یې تر اوسه ناچاپه پاتې دي.

وتلی افغان شاعر، لیکوال او څېړونکی استاد عبدالله بختانی خدمتګار د ۹۳ کلونو په عمر نن وفات شو. سرمحقق بختانی د پښتو ټولنې او د افغانستان د علومو اکاډیمۍ غړی و او ګڼ چاپ او ناچاپ اثار يې پنځولي دي.

د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسد الله غنضفر وايې د ارواښاد بختاني مړینه د پښتو ادبیاتو لپاره یوه ضایعه ده. د هغه جنازه سبا په ننګرهار کې د ده په پلرني کلي سره رود کې خاورو ته سپارل کېږي.

ارواښاد عبدالله بختاني خدمتګار په پښتو او دري ژبو څه باندې سل اثار لیکلي دي چې یو شمېر یې تر اوسه ناچاپه پاتې دي.

د افغان ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غنضفر وايي ارواښاد بختانی د افغانستان د معاصر ادب ځلاند ستوری او د پښتو ادب تاریخ لوی مورخ و.

ښاغلی غنضفر زیاتوي ارواښاد روان کیسه لیکوال، د اثارو تصحيح کوونکی او ادبي تذکرو لیکوال و. د نوموړي په وینا مرحوم بختانی د ژوند تر وروستیو ورځو پورې لیکل او لوستل کول.

د ښاغلي غنضفر په خبره، استاد بختانی د معتدل فکر څښتن و او د تاوتريخوالي ضد فلسفې لاروی و. د کورنیو جګړو پر مهال یې دواړې غاړې سولې ته هڅولې.

د ارواښاد استاد عبدالله بختاني خدمتګار د زوی عبدالرحیم بختاني په وینا، پلار يې په وروستیو کې د معدې او د فشار ناروغۍ درلودلې او د تېرو درو میاشتو راهیسې د کابل په روغتونونو کې بستر و.

دی وايي، وروستيو ورځو کې استاد بختانی ښه شو او په کور کې و، سهار یې شیدي او بیسکوټ هم وخوړل خو ناڅاپي یې وضعیت خراب شوو او د غرمې ۳۰ :۱۱ بجې یې روح حق ته ورسپاره.

استاد عبدالله بختانی خدمتګار په ۱۳۰۳ کال کې ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په بختان نومي کلي کې زېږېدلی دی.

استاد خپلې لومړنۍ زده کړې له مور او پلاره په دیني برخه کې پیل کړې وې، بيا يې له نورو استادانو څخه عربي ديني علوم، د ننگرهار او کابل په ولسي مدرسو کې تر مولوي درجې رسيدلى دى، همدا راز يې په روسیه کې د روسي ژبې ادبیات هم لوستي وو.

سرمحقق بختانی خدمتګار د پښتو ټولنې او د افغانستان د علومو اکاډیمۍ غړی او د کابل پوهنتون استاد پاتې شوی.

استاد د زيري جريدې او د هیواد دولتي ورځپاڼې مسؤول مدیر، د ننګرهار او پکتیا مجلو مشري هم په غاړه درلودلې.