BBC
 شاته

کابل د سولې بهیر کې د سعودي د نفوذ کارولو غوښتنه کړې

اتمر د انځور حقوق Mohammad Haneef Atmar/FB
Image caption د ښاغلي اتمر په خبره، ریاض کولی شي په سیمه ییز ټیکاو کې بنسټیز رول ولوبوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي، له پنځوسو زرو ډېر کورني او بهرني اورپکي په دغه هېواد کې د دولت پروړاندې جګړه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار له سعودي عربستان نه د اسلامي نړۍ د مشر په توګه غوښتنه کړې چې افغانستان کې د ښکېلو ډلو ترمنځ د سولې بهیر کې خپل نفوذ وکاروي.

د هغه په خبره، ریاض کولی شي په سیمه ییز ټیکاو کې بنسټیز رول ولوبوي.

ښاغلي اتمر ټینګار کړی افغانستان کې به د سولې بهیر تر هغه بریالی نه شي چې ګاونډي هېوادونه د اورپکو ډلو په ځپلو او د هغوی مالي سرچینو په وچولو کې لازمه همکاري ونه کړي.

محمد حنیف اتمر دغه څرګندونې سعودي عربستان ته د سفر پرمهال کړي دي.

هغه له سعودي چارواکو غوښتي چې د اسلامي نړۍ د رهبر په توګه له افغانستان سره د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.

"اتمر او ستانکزی نږدې هره ورځ له طالبانو سره د پخلاینې خبرې کوي"

حنیف اتمر: افغانستان کې د ترهګرو شمېر درې برابره شوی

اتمر وايي د کندهار برید د طالبانو کار دی

ښاغلي اتمر له عربي ورځپاڼې "شرق الاوسط" سره خبرو کې ویلي، له دې ډلې څلوېښت زره اورپک‍ي کورني او اوه زره یې د سیمې هېوادونو اتباع دي.

ښاغلي اتمر د داعش په ګډون د نړیوالو اورپکو ډلو د جګړه مارو شمېر په افغانستان کې له دوو تر درو زرو بللی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي اتمر ویلي، دا چې د سولې بهیر کې د طالبانو د قطر دفتر اغېزناک نه دی ثابت شوی، نو باید بند کړل شي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي، نړیوالې ترهګرې ډلې د سیمې ځینو دولتونو او د نشه يي توکو له عوایدو تمویلېږي، خو ددغو دولتونو نومونه یې نه دي یاد کړي.

وړاندې کابل اسلام اباد په وار وار افغانستان کې د جنګېدونکو اورپکو ډلو، په تېره بیا د طالبانو په ملاتړ او هغوی ته د پناه په ورکولو تورن کړی، خو اسلام اباد تل دا ادعاوې رد کړې دي.

ښاغلي اتمر ویلي، نه غواړي پاکستان تورن کړي چې د ستونزو لامل دی،‌ خو وايي هیله من دی چې اسلام اباد له کابل سره مرسته وکړي چې دده په ټکو پاکستان کې د ترهګرۍ د مالي سرچینو په وچولو او د هغوی د پټنځیو له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اتمر ویلي، له پنځوسو زرو ډېر کورني او بهرني اورپکي په دغه هېواد کې د دولت پروړاندې جګړه کوي.