BBC
 شاته

افغانستان د ټاپي لپاره سیمه ییز اقتصادي دهلیز

ټاپي د انځور حقوق .
Image caption تمه کېږي چې دا پروژه په افغانستان کې شاوخوا دوولس زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ټاپي، له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نل لیکې غځولو پروژه کې د سیمې څلور مهم هېوادونه ښکېل دي.

د ټاپي پروژې په پيلېدو سره افغانستان د لومړي ځل لپاره د دې امکان ترلاسه کړ چې د سیمې په کچه له خپل جغرافیایي موقعیته د پراخې ګټه اخیستنې کار پيل کړي.

ټاپي چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد پروژه ده او ترڅنګ یې "ټاپ" چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د مزي غځول دي، افغانستان په یوه سیمه ییز اقتصادي دهلیز بدلوي.

تمه کېږي چې دا پروژه په افغانستان کې شاوخوا دوولس زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ټاپي پروژه چې لس میلیارده ډالره لګښت پرې راځي، ټاکل شوې چې په څلورو کلونو کې بشپړه شي.

طالبان: ټاپي پروژه به ساتو

هرات کې ټاپي پروژې پیلولو ته چمتووالی

اشرف غني: ټاپي پروژه د ورېښمو نوې لار ده

افغانستان په دې پروژه کې ټرانزیټي رول لري او په کال کې به شاوخوا پنځه سوه میلیونه ډالره عاید ترلاسه کوي.

د ټاپي د ګاز نل لیکې لېږد په کال کې ۳۳ میلیارده متر مکعبه ګاز لیږدوي. دا پروژه د څلورو واړو ښکېلو هیوادونو او په ځانګړې توګه د ترکمنستان لپاره ډېره ګټوره ځکه ده چې څو لسیزې کېږي له خپلو زېرمو د پراخې ګټې اخیستنې لپاره هڅه کوي.

د انځور حقوق .
Image caption د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې د ټاپي پروژې پرانیستلو لپاره چمتووالی نیول شوی

د ټاپي نل لیکه به نژدې دوه زره کیلومتره اوږدوالی لري چې ۷۳۵ کیلومتره به یې په افغانستان کې د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو کې تېرېږي.

ټاپي او نوې هیلې

ټاپي پروژه څه باندې شل کاله د ترکمنستان له خوا عملي کېدو ته لږترلږه د کاغذ پر مخ چمتو شوې وه، خو د سیمې کړکېچنو حالاتو یې د پلې کولو امکان نه ورکاوه. اوس یې په پلې کېدو سره له یوې خوا افغانستان د عایداتو سرچینه ترلاسه کوي او له بلې خوا د سیمې په سیاسي او امنیتي حالاتو د اغېز او تر پخوا د یوه ځواکمن دریځ په ترلاسه کولو توانېږي.

ولسمشر اشرف غني او د ده کاري ټيم تل پر دې ټینګار کړی چې د سیمې په کچه باید ټول هېوادونه اقتصاد محوره سیاست غوره کړي.

ښکاري چې ښاغلی غني بنسټيزو پروژو ته ډېر اهمیت ورکوي او د دې پرځای چې پر وړاندې یې شته امنیتي خنډونو ته د سترو ننګونو په سترګه وګوري، برعکس د دې ډول پروژو عملي کول د سیمې په کچه د سیاسي سیالۍ پر ځای د اقتصادي همکاریو د پيلېدو ستر لامل بولي.

دا ډول تګلاره پر دې تصور ولاړه ده چې د سترو سیمه يیزو پروژو عملي کول به سیال هېوادونه دې ته وهڅوي چې خپلې ګټې شریکې وګڼي او د اقتصادي پراخو همکاریو په نتیجه کې ځينې هېوادونه پر جګړې له پانګونې ډډه وکړي.

د 'ټاپي' پروژې په ملاتړ لاریون

د ټاپي پروژې اقتصادي ګټې او ننګونې

'ټاپي' پروژه په رسمي توګه پرانیستل شوه

پاکستان چې تل په افغانستان کې د ناامنۍ یو ستر لامل بلل شوی او په اقتصادي توګه هم چندان پياوړی نه دی او په ځانګړې توګه انرژۍ ته هم ډېره اړتیا لري، د افغانستان د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو اهمیت له پامه نه شي غورځولی.

د افغانستان ټرانزیټي رول

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
"د ټاپي پروژې ډیزاین به ژر بشپړ شي"

داسې ښکاري چې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان او د ګاونډیو هېوادونو په اړیکو کې اقتصادي مسایل اوس د ستراتیژيکو اقداماتو بنسټ جوړوي. پخوا به افغانستان او ګاونډي هېوادونه تر ډېره په سیاسي او امنیتي مسایلو کې یو له بل سره لانجه کوله او د مناسباتو هسکې ټیټې به تر ډېره د همدې مسایلو پر محور راڅرخېدې، خو اوس افغانستان کرار کرار د انرژي او اقتصادي ظرفیتونو د ګټې اخیستنې په ډګر کې د سیمې په کچه په یوه مهم لوبغاړي بدل شوی.

بېلګې یې له تاجکستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د مزي غځول (کاسا ۱۰۰۰)، د افغانستان، هند او ایران د همکاریو په نتیجه کی د چابهار بندر پرانیستل، ټاپي او داسې نورې پروژې دي.

بل خوا، د لاجورد دهلیز چې افغانستان د ترکیې او اروپایي هېوادو له بندرونو سره نښلوي، هم افغانستان ته د دې امکان ورکړی چې یوازې په سوېلي هېوادونو او بندرونو او ټرانزیټي لارو تکیه ونه کړي.

د انځور حقوق .

اقتصادي همکاري اوس په دې سیمه کې دومره مهمه شوې چې د سیمې هېوادو د نظامونو مختلف جوړښتونه، د نړۍ له سترو هېوادو سره یې د مناسباتو څرنګوالی او ان داعش او طالبانو په اړه بېل لیدلوری یې هم پر وړاندې خنډ نه بلل کېږي.

ایران روسیې ته نژدې هېواد دی او افغانستان امریکا ته. پاکستان له هند سره سیالي لري او چین ته د نژدې کېدو په حال کې دی، خو له دې ټولو سترو توپيرونو سره سره دا ټول یاد هېوادونه په دې پوه شوي چې د اقتصادي ودې لپاره د افغانستان ټرانزیټي اهمیت له پامه نه شي غورځولی او باید یو له بل سره همکاري وکړي.