BBC
 شاته

هند کې د یوه ناروغ له مغزو دوه کیلوګرامه دانه لېرې شوې

سنتلال
Image caption سنتلال په مغزو کې د دانې له کبله د سترګو لید هم له لاسه ورکړی و

هندي ډاکټرانو د یوه ناروغ له مغزو داسې یوه دانه یا تومور لېرې کړی چې کابو دوه کیلوګرامه وزن یې درلود.

ډاکټران وایي، دا ښایي په نړۍ کې تر ټولو لویه دانه وي چې په جراحۍ سره د یوه ناروغ له مغزو لېرې کېږي.

د جراحۍ دغه عملیات د سنتلال پال په نامه پر یوه ۳۱ کلن ځوان د فبرورۍ په څوارلسمه نېټه په ممبۍ ښار کې وشول، او اووه ساعته یې دوام وکړ.

ډاکټران په سملاسي توګه ډاډه نه وو چې جراحي به بریالي شي او که نه، او له همدې کبله یې دا خبر تر دې دمه له رسنیو سره هم نه و شریک کړی.

خو اوس دوی وایي، د ناروغ ژوند ته نور کوم خطر نشته او وضعیت یې د ښه کېدو په حال کې دی.

تر جراحۍ مخکې سنتلال درې کاله دغه دانه یا تومور په خپلو مغزو کې ګرځوله.

د سنتلال مېرمنې یوې هندۍ ورځپاڼې ته ویلي، تر دې جراحۍ وړاندې د اتر پردېش ایالت درییو رغتونونو دوی ته ځواب ورکړی و او ورته یې ویلي وو چې د مېړه د تومور جراحي یې ناشونې ده.

ډاکټران وایي نوموړي د دې دانې له کبله د سترګو لید هم لاسه ورکړی و، خو یې چې روغتیایي وضعیت په ښه کېدو دی نو تمه شته چې لید به یې هم بېرته ورغېږي.

د جراحۍ د ټیم یوه غړي ډاکټر نادکارني ویلي، دا ډول جراحۍ خورا ډېرې حساسي او خطرناکې وي.

د نوموړي په وینا د عملیاتو پر وخت سنتلال ډېرې وینې ته اړتیا درلوده، او تر جراحۍ وروسته هم د څو ورځو لپاره د ساه اخیستلو ماشین ورته لګول شوی و.