دوستم: زما نشتوالي افغانستان کې تشه رامنځته کړې
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وایي، په افغانستان کې د ده نشتوالي د دې هېواد په نظام کې تشه رامنځ ته کړې ده.
ښاغلي دوستم دغه خبره له ترکیې نه د سکایپ په وسیله، کابل کې د ترک تباره فرهنګیانو او ځوانانو یوې غونډې ته وکړه.
نوموړي له افغان ولسمشر او نورو چارواکو وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې په موخه باید د حکومت خپل منځي اختلافات پای ته ورسوي.
شاوخوا نهه میاشتې کیږي چې د افغان ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په ترکیه کې دی، خو نوموړی وایي له هماغه ځایه د افغانستان وضعیت څاري او پر اوسني وضعیت ډېر رنځېږي.
ښاغلي دوستم د ترک تباره ځوانانو ته کې وویل، نژدې وخت کې به هېواد ته ستون شي، خو کومه کره نیټه یې په ډاګه نه کړه.
ښاغلي دوستم د تېر کال په مئ میاشت کې د درملنې په موخه ترکیې ته ولاړ.
له هماغه راهیسې څو ځله یې افغانستان ته د بیرته ستنېدو خبرې شوي، خو داسې ښکاري چې افغان حکومت اجازه نه ورکوي.
خپله ښاغلي دوستم هم په تېرو خبرو کې ویلي چې حکومت یې د استنیدو مخنیوی کوي.
- جنرال دوستم: افغانستان ته زما د تګ مخه نیول کېږي
- "د جنرال دوستم روغتیا ښه ده او ژر به افغانستان ته ستون شي"
- ''د دوستم لوړ پوړو ګوندي ملګرو له هغه سره اړیکي پرې کړل''
پر ښاغلي دوستم تور پورې دی چې د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره یې ناوړه بشري چلند کړی دی.
ښاغلي ایشچي پر د ولسمشر پر لومړي مرستیال او د هغه پر ساتونکو تور لګوي چې پر ده یې جنسي تېری کړی.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ تراوسه په رسمي ډول نه ده منلې چې افغانستان ته د ښاغلي دوستم د ستنېدو مخنیوی کوي
ښاغلي دوستم ویلي، دی د افغانستان د سولې په اړه هم طرحه لري او په خبره یې له طالبانو سره د سولې په موخه باید حکومت خپل منځي اختلافات پای ته ورسوي.
دوستم په خپلو نویو څرګندونو کې له عطامحمد نور او محمد محقق سره د نوي جوړ شوي ایتلاف ننګه کړې او ویلي دي چې هېڅوک دغه ټلواله نه شي ماتولی.
نوموړي ویلي، د دغې ټلوالې یوه موخه داده چې دوی راتلونکو ټاکنو کې مهم رول ولوبوي.