فلوريډا کې د وژل شويو زده کوونکو کورنیو لاریون کړی
د امریکا د متحده ایالتونو د فلوریډا ایالت په یوه ښوونځي کې د ۱۷ وژل شويو زده کوونکو د کورنیو غړو د دغه ایالت په مرکز کې لاریون کړی دی. لاریون کوونکي غواړي د امریکا په قانون جوړوونکو فشار راوړي چې د وسلو د کنټرول په برخه کې اقدام وکړي.
یوه زده کوونکي د ایالتي جرګې له غړو سره تر لیدني وروسته وویل، د وسلو د قانوني په برخه کې د ایالتي جرګې غړو نه غوږنیونې ناهیلی کړی دی.
د تېرې سه شنبې په ورځ د فلوریډا ایالتي جرګې غړو هغه طرحه رد کړه چې له مخې به یې پر نیمه خپلکارو (نیمه اتومات) وسلو بندیز لګول کېدای شو.
دا د فلوریډا په ښوونځي کې د زده کوونکو تر وژل کېدو وروسته د وسلو ضد ځوانانو د غورځنګ لومړی پلان شوی لاریون دی.
د امریکا په هر ګوټ کې د وسلو ضد ځوانانو د غورځنګ شمېر په ډېرېدو دی.
واشنګټن: په ډزو د وژل شويو زده کوونکو کورنۍ لاریون کوي
امریکايي ښوونځي کې په ډزو ۱۷ کسان وژل شوي
پر ښوونځي د پخواني زدکوونکي خونړی برید
د لاریون برخه والو زده کوونکو د فلوربډا ایالتي جرګې مخې ته شعارونه ور کول چې له ماشومانو ساتنه وکړئ. دوی په سپینو پاڼو لیکلي وو " نور بس ده "
د فلوریډا ایالت د دوو پوهنتونونو محصلان هم له لاریون سره یو ځای شوي دي.
د فبرورۍ په ۱۴مه په فلوریډا ایالت کې د یوې لېسې زده کوونکي پر نورو زده کوونکو ډزې وکړې چې په سبب یې د لېسې ۱۷ زده کوونکي او کار کوونکي ووژل شول.
دا پېښه له ۲۰۱۲ کال راهیسې د امریکا په ښوونځيو کې د رامنځته شوې مرګژوبلې تر ټولو خونړۍ هغه ده.
فلورینس یارډ، چې تېره اونۍ د ښوونځي پر زده کوونکو د ډزو پر مهال په سیمه کې موجود و، په لاریون کې یې برخه اخیستې او رسنیو ته یې ویلي:
"نن په ښوونځي کې د درس ویلو، امتحانونو ته د چمتووالي نیولو پر ځای دلته راغلي یوو چې د بدلون غوښتنه وکړو. "
تېره ورځ ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وژل شويو زده کوونکو له کورنیو سره وکتل او د وسلو د کنترول په اړه یې د هغوی خبرې واورېدې.
ښاغلي ډونلډ ټرمپ په لیدنه کې د وژل شويو زده کوونکو کورنیو ته ویلي، ښوونکي کولای شي، د ورته مرګونو پېښو مخه ونیسي.
ښاغلي ټرمپ وویل: "که ښوونکي د وسلې په کارولو کې ډېر مهارت ولري، ډېر ژر کولای شي، برید پای ته ورسوي. "
نوموړي وویل، د ښوونکو د وسله والو د وړانديز "جدي" ارزونه کوي.