BBC
 شاته

پاکستان سترې محکمې نوازشریف د ګوند مشرتابه لپاره نا اهل وباله

نوازشریف د انځور حقوق AFP

د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر محمد نواز شریف د خپل ګوند مشرتابه لپاره نا اهل بللی دی. پروسږکال پر نوموړي د فساد تورونه ولګېدل او امر ورته وشو، چې دنده پرېږدي. نوازشریف دغه تورونه تل رد کړي دي.

د محکمې پرېکړه کې ویل شوي، چې د لومړي وزیر په توګه له دندې د نوموړي لرې کېدل له هغه دا وړتیا هم اخلي، چې د خپل ګوند مشري وکړي. دغه راز د نوموړې هغه ټولې پرېکړې هم باطلې بلل شوې، چې د ګوند مشر په توګه یې کړې.

دې کې د نوموړي هغه پرېکړه هم شامل ده، چې د پاکستان مشرانو جرګې د ټاکنو لپاره چې دوې اونۍ وروسته کېدونکې دي، هغه ځینې کسان ټاکلي وو.

د پاکستان سترې محکمې مشر ثاقب نثار وايي:

''د پاکستان ټاکنو کمېسیون ته لار ښوونه کېږي، چې د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند د مشر په توګه د نوازشریف نوم له ټولو رسمي اسنادو لېرې کړي. دې سره به ټول هغه امرونه او اقدامات چې نوازشریف کړي، داسې بلل کېږي، چې له سره شوي نه دي. ''

دغه پرېکړه د ښاغلي شریف لپاره یو ګوزا بلل کېږي، چې پرلپسې ادعا کوي د یوې سیاسي دسیسې ښکار شوی دی.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د نیولو امر وشو

اسلام اباد: محکمې د نواز شریف د زامنو د نیولو امر وکړ

لاهور کې د نواز شریف د څوکۍ د ګټلو لپاره ټاکنې روانې دي

د دې تر څنګ نوموړی دا مهال په فساد کې د خپلې کورنۍ ځینې غړیو لاس درلودو له تورونو سره یوې بلې محاکمې سره مخامخ دی، چې تمه کېږي راتلونکې میاشت به یې پرېکړه کېږي.

پاکستان مسلم لیګ (نواز) ګوند د پاکستان ولسي جرګه کې اکثریت لري او تمه یې دا ده، چې دوې اونۍ وروسته ټاکنو کې به د مشرانو جرګه کې هم اکثریت تر لاسه کړي. دغه ټاکنې د پاکستان له ټولټاکنو څو میاشتې مخکې تر سره کېږي.