پاکستان وایي اقتصادي بندیزونه پرې نه لګېږي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف ویلي، په پاریس کې د یوې نړیوالې غونډې ګډونوال پر دې سره سلا نه شول چې پاکستان دې د هغو هېوادونو په لېست کې ورګډ کړي چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
د "فایننشل اکشن ټاسک فورس " په نامه دا ډله پر هغو هېوادونو نظر ساتي چې د ورانکارو ډلو نېغ په نېغه ملاتړ کوي، او یا هم د هغوی پر فعالیتونو بندیز نه لګوي، او یا په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې سره همکاري نه کوي.
د امریکا حکومت څه موده وړاندې یادې ډلې ته وړاندیز کړی و چې پاکستان دې د ترهګرو ډلو د ملاتړي هېواد په توګه وپېژني او پر ضد یې ګامونه پورته کړي.
خو تېره ورځ د پاریس په ناسته کې راټول هېوادونه د امریکا پر وړاندیز سلا نه شول، او پرېکړه یې وکړه چې درې میاشتې وروسته به یو ځل بیا دې قضیې ته کتنه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف په یوه ټویټ کې دا پرېکړه د خپل هېواد او حکومت لپاره یوه بریا بللې او له هغو ټولو هېوادونو یې مننه کړې چې په دې برخه کې یې له پاکستان سره مرسته کړې.
خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې ویلي، په پاریس غونډه کې به د دې اوونۍ په پای کې وروستۍ پرېکړه کېږي، او ښایي لا هم شونې وي چې پاکستان دې د دې ډلې په تور لېست کې ور ګډ شي.
مېرمن هیتر نارت وایي، لا نه ده خبره چې د پاریس په ناسته کې دې د پاکستان په اړه ت کومه وروستۍ پرېکړه شوې وي.
نوموړې وویل، د ترهګرو ډلو د ملاتړ او یا د هغوی د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې پاکستان ته د امریکا پيغام ډېر روښانه دی.
امریکا د طالبانو او حقاني شبکې پر شپږو پاکستان مېشتو کسانو بندیزونه لګولي
"روسیه او چین پاکستان ډاډمنوي چې م م کې به یې د امریکا د بندیزونو مخنیوی وکړي"
د پاکستان پخوانی سفیر: که افغانستان کې بریا غواړئ پر پاکستان کړۍ ور تنګه کړئ
هغې زیاته کړه چې د حافظ سعید ډلې په ۲۰۰۸ کال کې د هند په ممبۍ ښار کې بریدونه ترسره کړي، چې پکې د امریکایانو په ګډون ګڼ شمېر کسان وژل شوي.
د نوموړې په وینا، د امریکا حکومت له پاکستانه بیا بیا غوښتي چې د حافظ سعید پر ضد ګام پورته کړي، خو نوموړی د څه مودې لپاره په کور د ننه تر نظر بند کېدو وروسته هر ځل بېرته خوښې کېږي.
د "فایننشل اکشن ټاسک فورس " ډلې غونډه دا مهال په پاریس کې روانه ده او د فبرورۍ تر ۲۳مې نېټې به دوام کوي.
په دې غونډه کې د نړیوال بانک، د پیسو د نړیوال صندق، د ملګرو ملتونو استازي او ګڼ شمېر نړیوال څارونکي برخه لري.