BBC
 شاته

پاکستان د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو نوملړ کې ولې رانغی؟

د انځور حقوق Getty Images

اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ليکلي "د ترهگرۍ ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې د پاکستان نوم ليکلو امريکايۍ هڅه ناکامه شوه."

ورځپاڼه وايي پرون په پاريس کې د "فايننشل اکشن ټسک فارس" يا د مالي اقدام لپاره کاري ډلې غړي هېوادونه دې هوکړې ته ونه رسېدل چې د پاکستان نوم د هغو هېوادونو په نوملړ کې ور زيات شي چې ترهگرۍ ملاتړ کوي، نو له دې امله دا اقدام وځنډول شو.

ورځپاڼې پر ټويټر د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه آصف هغه پيغام ته اشاره کړې چې له خپلو ملگرو يې مننه کړې پاکستان سره يې مرسته وکړه ترڅو له يوه ستر نړيوال شرم وژغورل شي.

ښاغلي خواجه ويلي د اسيا پسېفيک ډلې ته وړانديز وشو چې راتلونکې جون مياشتې تر پايه پورې دې په دې تړاو بل رپوټ چمتو کړي.

ورځپاڼې د خپلو سرچينو په وينا ليکلي چې چين، روسيې او ترکيې په دغه نوملړ کې د پاکستان د نوم ليکلو مخالفت کړى و.

اړتيا نشته له هند سره په کابل کې جگړه وشي

ډان ورځپاڼې "ايا پاکستان کولاى شي خپله بهرنۍ تگلاره چې اوس يې نور مخه تړلې بدله کړي؟" تر سرليک لاندې يوه شننه خپره کړې.

د مطلب ليکوال پخوانى سفير توقير حسين دى.

ليکوال وايي اوسمهال د پاکستان بهرنۍ تگلارې لپاره وخت هم تر ټولو ښه دى او هم تر ټولو بد.

ليکوال په دې باور دى چې يوې خواته افغان جگړې سيمه کې د بې ثباتۍ خطرناک چاپېريال جوړ کړى او بلې خواته چين سره د پاکستان خيالولى اقتصادي اړيکي.

ورځپاڼه وايي پاکستان لپاره اوس فرصتونه او خطرونه دواړه ستر دي. ليکوال سيمه کې د هند فعاليتونو او ورسره د افغانستان همغږۍ او د امريکا هڅو ته اشاره کوي، چې په وينا يې غواړي پاکستان ته له بنديزونو پراخه سزا ورکړي.

ليکوال وايي پاکستان کولاى شي د خپل پياوړي پوځ او اټومي وسلو په مټ د افغانستان او هند هڅې او د پياوړې ډيپلوماسۍ په مټ د امريکا هڅې شنډې کړي.

خو ليکوال وايي د بهرنۍ تگلارې بدلون ته اړتيا ده.

ليکوال وايي دې لپاره چې امريکا د خونديتابه له ويرې اټومي وسلې له پاکستانه وانخلي نو بايد د هېواد ثبات او اقتصادې راتلونکې لپاره کار وشي.

ليکوال زياتوي اړتيا نشته له هند سره په کابل کې جگړه وشي. د ليکوال په باور بې ثباته افغانستان د يوۀ بې ثباته پاکستان په مانا دى او دا د پاکستان چين اقتصادي دهليز ته هم زيان اړوي. ليکوال زياتوي د افغانستان او هند سره د اړيکو څرنگوالي ويتو واک که امنيتي ادارو سره وي د تگلارې د بدلون مخه نيسي.

ليکوال د پاکستان له وتلو اکاډميکو څېرو، ژورناليستانو او متقاعدو پوځي او ملکي چارواکو چې ځينې يې نړيوال شهرت لري، د يوۀ کميسيون د جوړولو وړانديز کوي. د دۀ په وينا دا کميسيون بايد شپږو مياشتو لپاره پر شته حالاتو غور وکړي او بيا له تحليلونو او حل لارو سره مخې ته راشي.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي طالبان د شپې ليد وسيلو په کارولو د افغان او بهرني ځواکونو پر وړاندې مرگوني بريدونه کوي.

ورځپاڼې په دې وروستيو کې فراه ولايت کې شوي بريد ته اشاره کړې او وايي په کې د شپې ليد وسيلې کارول شوې وې. په دغه بريد کې ٢٠ تنه افغان پوليس وژل شوي وو.

ورځپاڼه وايي دا ټکنالوژي امريکايانو سره وه چې د جگړې په ډگر يې د هغوى لاس بر کړى و.

ورځپاڼې د افغان چارواکو په وينا ليکلي دا وسيلې روسۍ دي، خو شونې ده چې د طالبانو د نشه يې توکو عوايدو له لارې پاکستان کې له تور بازاره هم ترلاسه کړې وي.

دا وسايل د پخواني شوروي اتحاد په ايالاتونو کې چې اوس خپلواک هېوادونه دي، د ښکار وسايلو په نامه پر انټرنټ پلورل کېږي.