BBC
 شاته

طالبان: د ټاپي پروژې ساتنه به کوو

د انځور حقوق .
Image caption طالبانو په دې کم سارې اعلامیه کې لیکلي، دوی به د طبیعي سرچینو او ټولو هغو هڅو او کارونو ساتنه کوي او ملاتړ کوي چې هېوادوالو ته هوساینه او ارام ژوند وربښي.

د افغان طالبانو جلا شوې ډلې له ادرسه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې له ترکمنستانه افغانستان او بیا پاکستان او هند ته د ټاپي ګازو نل لیکې په اړه ویلي، دوی به له دا ډول اقتصادي پروژو ساتنه کوي.

دا خبرپاڼه د طالبانو د عالي شورا د سرپرست ا وسیاسي مرستیال مولوي عبدالمنان نیازي له ادرسره او ظاهراً د هغه په لاسلکی خپره شوې چې دوی دا یوه تاریخي اعلامیه بللې ده.

په اعلامیه کې راغلي، د "ټاپي لویه او عایداتي پروژې نل لیکې د رغېدو چارې نژدې راتلونکې کې پیلېږي چې ددې پروژې سیمه ییزې ستونزې او تربګنۍ تر حده وتلې او تل پاتې دي."

دوی وايي، دا ډول اقتصادي پروژې ‌ټول ولس ته اسانتیاوې او اقتصادي وده رامنځ ته کوي،‌ همدا ده چې ټاپي او دې ته ورته پروژې یې د ولس په ښېګڼه او ښه راتلونکي ته د لار هوارېدو لامل بللی.

د بي بي سي څېړنه: طالبان د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره ګواښي

افغانستان: د 'ټاپي' پروژې پر وړاندې موږ هېڅ خنډ نه لرو

اشرف غني: ټاپي پروژه د ورېښمو نوې لار ده

د ټاپي پروژې اقتصادي ګټې او ننګونې

'ټاپي' پروژه په رسمي توګه پرانیستل شوه

.

د اعلامیې پربنسټ، طالبانو ویلي، عالي شورا یې ددې پروژې د کلک ملاتړ هوډ کړی چې په وینا یې "هېچا یا هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې ددې پروژې پروړاندې خنډونه جوړ کړي".

طالبانو ایران ته په خطاب کې ویلي،‌ حکومت یې تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې او له دې عمله ډډه نه کوي او نه غواړي افغانان هوسا شي او ناتړلی پر پښو ولاړ نظام ولري.

طالبانو په دې کم سارې اعلامیه کې لیکلي، دوی به د طبیعي سرچینو او ټولو هغو هڅو او کارونو ساتنه او ملاتړ کوي چې هېوادوالو ته هوساینه او ارام ژوند وربښي.

دوی د دې خبرپاڼې پای کې لیکي، د ټولګټو پروژو، طبیعي سرچینو او د ابو د بندونو او ساختماني او ملي پروژو ملاتړ د هر افغان دنده ده.

د ټاپي ملاتړي هېوادونه

د ټاپي سیاله پروژه د آي پي آي یعنې د ایران، پاکستان او هند په نوم یادېږي، خو امریکا د ټاپي پروژې ملاتړې ده. چین هم د ټاپي ملاتړې برېښي ځکه چې د دغې پروژې بریا په سیمه کې د دوي پر اقتصاد ښه اغیز درلودلی شي. روسیه هم ددغې پروژې مخالفت نه کوي.

که څه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا خبره رد کړه چې گواکې ایران له ټاپې پروژې نه دومره خوښ نه ښکاري، خو ویلي شو چې ټاپي پروژه د ایران اي پی آي پروژې مخه ډبولی شي.

د ټاپي پروژې ګټې

  • هر کال به پاکستان افغانستان ته د ټرانزیت په برخه کې سلگونه میلیونه ډالره ورکوي.
  • افغانستان به هر کال د صفر اعشاريه ۶ میلیارده متر مکعب غازو څخه برخمن کېږي.
  • په هغو سیمو کې چې دغه نل لیکه تېرېږي خلکو ته د کار زمینه برابره وي.
  • له هغو سیمو نه چې دغه نل لیکه تېرېږي بې له شکه سوداگري به ورسره غوړېږي.
  • په همدغه لاره به نورې ورته پروژې هم پلي شي دبېلګې په توګه د اورګاډي پټلۍ، د برېښنا پروژه او د انټرنیت فایبر کيبل.
  • د دغې پروژې له بریاليتوب وروسته به بهرني پانګوال دلته پانګونې ته هم زړه ښه کړي.
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
"د ټاپي پروژې ډیزاین به ژر بشپړ شي"