BBC
 شاته

ننګرهار کې تر نیمايي ډېر ځنګلونه د دولت په واک کې نه دي

.
Image caption د ننګرهار د ځنګلونو چارواکي وايي، د دې ولايت په پنځوس سلنه ځنګلونو حکومت واک نه لري او قاچاق یې روان دی.

د ځنګلونو پر پرېکولو او کاروبار د افغان حکومت له خوا له لګېدلي بندیز سره سره، د بي بي سي څېړنې ښيي چې د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې د ځنګلونو وهل او قاچاق په تېزۍ روان دی.

د سيمې خلکو، قومي مشرانو او د لرګیو سوداګرو بي بي سي ته ویلي، د ننګرهار ځنګلونه له پنځوس سلنې ډېر وهل شوي.

د ننګرهار د ځنګلونو چارواکي وايي، د دې ولايت په پنځوس سلنه ځنګلونو حکومت واک نه لري او قاچاق یې روان دی.

دوی وايي د حصارک، شېرزاد او پچيراګام ولسوالیو ځنګلونه چې د دې ولايت د ځنګلونو ډېره برخه جوړوي د دوی په واک کې نه دي، خو وايي د دور بابا، هسکې مېنې او د دره نور ولسوالیو په ځنګلونو کنټرول لري او د وهلو کچه يې کمه ده.

د جلال اباد ښار د لرګيو د خرڅلاو په بازار کې د روسي لرګیو سربېره د کونړ او د ننګرهار د بېلا بېلو سيمو د ځنګلونو لرګي پېرل کېږي.

پېرېدونکي د کونړ او ننګرهار لرګي خوښوي بيه یې هم له وارد شوي لرګي دوه برابره ډېره ده.

Image caption "موږ ته چې تر دې ځایه د یو لک لرګي راوړي نو تر ښاره پورې ۵۰ زره کلدارې له هغوی نه د بډې په توګه اخستل کیږي."

د لرګو يو ځايي سوداګر چې نه یې غوښتل وپېژندل شي راته وويل:

"د بېلا بېلو ولسوالیو د ځنګلونو له دريو برخو ډېر لرګي له ډيورند کرښې هغه غاړه پاکستان ته قاچاق کېږي د يوې برخې کمه یې جلال اباد ته په کميشن راځي او په لاره کې څو ځایه د بډو په مقابل کې راتېږېږي چې اوس يې راوړل ستونزمن شوي."

له هغه مې وپوښتل څو ځايه پيسې ورکول کېږي؟ ځواب کې یې وویل:

"موږ ته چې تر دې ځایه د یو لک لرګي راوړي نو تر ښاره پورې ۵۰ زره کلدارې له هغوی نه د بډې په توګه اخستل کیږي."

''د کونړ نښترو پاخه لرګي له محصول پرته ټول هېواد ته وړل کېږي''

د عکسونو البوم: په لرګي د توږلو هنر

کونړ: د پاکستان توغنديز بريدونو کې پنځه کسان ټپيان شوي

داعش کونړ کې پر امنیتي پوستو برید کړی

دا سوداګر چې د ځنګلونو سيمې ته تګ راتګ لري وايي:

"د دې لرګيو ډېره برخه وسله وال پر سپين غر، دور بابا او تورخم ته نږدې سيمو باندې تېرا، لواړګي او نورو سيمو ته په خرو او کچرو اړول کېږي او هلته بیا لوی لوی د لرګیو د خرڅلاو سرايونه دي."

مصطفی له هسکې مېنې ولسوالۍ د کرایې په بدل کې د دې ونو تنې په خپل موټر کې راوړي هغه وايي له سوداګرو په لاره کې څو ځايه امنيتي کسان پيسې اخلي.

" زه دا لرګي د کرايې په بدل کې راوړم، خو د لرګيو له سوداګرو په لار کې څو ځايه پيسې اخستل کېږي، زه ترې يوازې د راوړلو کرايه اخلم."

د رسمي شمېرو له مخې د ننګرهار په حصارک، شېرازدو، خوږيانیو، پچيراګام، هسکه مېنې، دوره بابا، اچين، سپين غر، دره نور او نازيانو ولسوالیو کې په ۶۵ زره هکتاره ځمکه باندې د ارچې، نښتر، جلغوزو، څېړۍ او لمنځو ځنګلونه شته چې له لسګونو کلونو راهيسې یې وهل روان دي، خو پدې ورستیو پنځو کلونو کې د ارې غاښونه په چټکۍ ورباندې تېریږي.

Image caption پېرېدونکي د کونړ او ننګرهار لرګی خوښوي بيه یې هم له وارد شوي لرګي دوه چنده ډېره ده.پېرېدونکي د کونړ او ننګرهار لرګی خوښوي بيه یې هم له وارد شوي لرګي دوه چنده ډېره ده.

د دې ولسوالیو لسګونه ځايي اوسېدونکو او د سيمې مخورو سره وغږېدم. د هسکې مېنې یو قومي مشر خان ولي وویل، د دوی ډېر ځنګلونه به ګورکورۍ او تېرا موړګي کې دي چې اوس يې درېيمه برخه خاورې شوې.

ویل کیږي د وسله والو له لوري دا مهال د هسکې مېنې په هزاناو تنګي او پچير اګام په اګام تنګی کې د دې ځنګلونو وهل روان دي.

يو ځايي قومي مشر نور محمد وويل، د دوی د سيمې شپيته سلنه ځنګلونه لوڅ شوي چې په قاچاق کې وسله وال، ځايي زورواکي او په لږه کچه ولسي خلک ښکېل دي او یوازې په خوږیاڼو کې د دې لرګیو د خرڅلاو لپاره شاخوا پنځلس لوی سرايونه دي.

خو د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د قومي تړاو له مخې ځنګلونه ساتل شوي د دې سيمې اوسېدونکي وايي دې ځنګلونو نه يوازې د سيمې ښکلا اوچاپېريال تازه ساتلی، بلکې د دې سره سره د وحشي ځناورو او ځنګلي مرغانو لپاره خوندي ځايونه دي.

د ننګرهار د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رييس رفيع الله رحيمزي بي بي سي ته وويل، د دې ولايت په نیمايي ځنګلونو د حکومت د وسله والو مخالفينو کنټرول دی او هر وخت راپور ترلاسه کوي چې ځنګلونه یې قطع کېږي.

Image caption د کونړ او نورستان په ولايتونو کې د ځينو وسله والو مالي سرچينې همدغه ځنګلونه دي.

که څه هم د حکومت تر واک لاندې ځنګلونه هم خوندي نه دي او د ډېرو د ګټې اسانه لار ده، خو د ننګرهارمرستيال والي او مستوفي عبدالله رقيبي وايي؛ تر خپلې وسې به ولايتي اداره د دې ځنګلونو د وهلو مخه ونيسي چې د يوې پاليسۍ له مخې به په دې ولايت کې د مصنوعي ځنګلونو کينول پراخ کړي.

دا یوازې ننګرهار نه دی چې ځنګلونه يې د رېبدلو د ګواښ سره مخ دي، په ورڅېرمه کونړ کې هم د ډېرو کلونو راهيسې طبيعي ځنګلونه وهل کېږي او ډیورنډ په کرښه اړول کېږي.

ځينې سرچينې دا هم وايي، د کونړ او نورستان په ولايتونو کې د ځينو وسله والو مالي سرچينې همدغه ځنګلونه دي.

یوازې د افغانستان ختیځ ندی چې له دغې ستونزې سره مخ دی په سویل ختیځ کې پکتیا او پکتیکا هغه سیمې دي چې د جلغوزو، چهارمغزو او نښترو ځنګلونه وهل کیږي. پدغه ځنګلیزو سیمو کې هم د حکومتي چارواکو ولکه نشته.