BBC
 شاته

عمران خان درېيم واده کړی

د انځور حقوق PTI
Image caption د پاکستان تحريک انصاف ګوند نژدې ټولو مشرانو سملاسي د مبارکۍ پيغامونه پر ټوېټر استولي دي

د پاکستان تحريک انصاف ګوند د خپل مشر عمران خان واده له بشری مانيکا سره په رسمی ډول تاييد کړی دی.

د تحريک انصاف ګوند (پي ټي ای) له خوا پر ټوېټر د عمران خان د درېيم واده تصويرونه خپاره شوي او ده ته يې د واده مبارکي ورکړې ده.

د تحريک انصاف دغه ټويټ بشری مانيکا بيا خپور کړی او په ټوېټر يې ليکلي "د الله په فضل او کرم سره موږ نوی ژوند پيلوو، ستاسو د دعاوو اړتيا ده".

د پاکستان تحريک انصاف ګوند له خوا په خپرو شويو تصويرونو کې ښکاري چې د عمران خان او بشری مانيکا نکاح مفتي سعيد تړلې ده.

تر دې وړاندې د عمران خان او ريحام خان نکاح هم د مفتي سعيد له خوا تړل شوې وه.

د عمران خان او بشری مانيکا د واده خبر پر ټولنيزو رسنيو يو ځل بيا غوغا راپورته کړې او د "مبارک عمران خان" ټرېنډ پيل شوی دی.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند نژدې ټولو مشرانو سملاسي د مبارکۍ پيغامونه پر ټوېټر استولي دي.

تر دې وړاندې تېره مياشت د عمران خان د واده خبرونه راغلي وو. هغه مهال د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان يوه وياند ويلي وو چې د ګوند مشر عمران خان، بشری مانیکا نومې ښځې ته واده هيله څرګنده کړې او د هغې د ځواب انتظار کوي.

د انځور حقوق PTI
Image caption د پاکستان تحريک انصاف ګوند له خوا په خپرو شويو تصويرونو کې ښکاري چې د عمران خان او بشری مانيکا نکاح مفتي سعيد تړلې ده.
د انځور حقوق Imran khan offical
Image caption عمران خان دويم واده له ريحام خان سره کړی و

عمران خان له دې مخکې دوه ځله واده کړی او دواړه ځله یې واده په طلاق سره پای ته رسېدلی دی. نوموړي لومړی واده ۱۹۹۵ کال کې له برتانوۍ جمایما ګولډسمت سره وکړ، چې ۲۰۰۵ کال کې یې طلاق ورکړ او دویم ځل یې له ټلویزیوني کوربنې ریحام خان سره واده وکړ، چې ایله ۱۰ میاشتې یې دوام وکړ.