BBC
 شاته

"ایران او هند وچه کې ګیر افغانستان ته لار موندل غواړي"

د انځور حقوق AFP
Image caption دواړو مشرانو ویلي، افغانستان کې به د سولې، ټیکاو او سوکالۍ لپاره ګډ فعالیت کوي.

ورځپاڼې:

امريکايۍ پوځي مجله سټار اېنډ سټراېپس د ايراني او هندي مشرانو ترمنځ وروستيو خبرو ته په اشاره ليکلي، دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې افغانستان کې د توندلارۍ، ترهگرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې همکاري زياتوي چې جگړه ځپلي افغانستان ته سوله او ثبات راشي.

مجلې همداراز د لومړي وزير نرېندرا مودي په وينا ليکلي، ايران او هند به هڅه وکړي چې د انرژۍ د ثبات او له سيمه ييزو هېوادونو سره تړلو کې هڅه وکړي او په دې توگه وچه گېر افغانستان ته لار ومومي او له هغه ځايه منځنۍ اسيا ته ورشي.

ایران چابهار بندر د ۱۸ میاشتو لپاره هند ته په اجاره ورکوي

دغو مشرانو په دې لړ کې د چابهار بندر وړتيا ډېرولو، د نويو سړکونو جوړولو او اوسپنې پټلۍ غځولو خبره کړې.

ښاغلي مودي همداراز ويلي دى او ولسمشر روحاني به افغانستان ته د سولې، ثبات، ښېرازۍ او گڼ گونديز نظام راوستو لپاره کار وکړي.

واشنگټن پوست:

د انځور حقوق Reuters

واشنگټن پوست ورځپاڼې د امريکا ولسمشريزو ټاکنو کې په لاسوهنې د روسي وگړو تورنېدو خبر ته د ولسمشر ټرمپ غبرگون ته کتنه کړې او وايي، د ټرمپ ښکاره چوپتيا د روسيې پر وړاندې مبارزه بې مشرتابه کړې.

۱۳ روسان د امریکا ټاکنو کې په مداخلې تورن شوي

ورځپاڼه وايي د روسي وگړو د تورنېدو خبر پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ يوازينى غبرگون دا و چې د ځان دفاع وکړي. هغه وويل زما ټاکنيزې ډلې کوم ناسم کار نه و کړى، له روسانو سره يې لاس نه و يو کړى.

ورځپاڼه وايي هغه اندېښنه نه لرله چې يوۀ بهرني ځواک د څلور کلونو لپاره د امريکا ډېموکراسۍ ته د زيان اړولو هڅه کړې وه.

د ورځپاڼې په وينا د رابرټ مولر له لوري د روسانو تورنېدل امريکايي حکومت لپاره پراخې پايلې لري. يوه دا چې روسيه د ٢١ پېړۍ د اسانتياو په کارولو د امريکا پر وړاندې مجازي او تبليغاتي جگړه کړې. خو دغه جگړه په امريکايۍ غاړه کې قومندان نه لري.

گارډين:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان کې خلکو پر زینب د جنسي تېري او وژنې پرضد قهرېدلي لاریونونه وکړل

بريتانيايۍ گارډين ورځپاڼې د هغو احتجاجونو انځورونه خپاره کړي چې پر اووۀ کلنې زينب د جنسي تېري او د هغې د وژنې په غبرگون کې تر سره شول.

ورځپاڼه وايي د دغه راز جرمونو د مخنيوي په برخه کې د حکومت نه اقدام لامل شو چې د پاکستان په لر او بر کې احتجاجونه وشي او د پراخو رسنيزو هلوځلو له امله د زينب قاتل ونيول شو او ورته د مرگ سزا واورول شوه. دغه کس پس له کلونو جرمونو ونيول شو.

ورځپاڼه د قصور د سيمې د اوسېدونکو په وينا ليکلي چې په دغه سيمه کې د يوۀ کال په اوږدو کې ١٢ دغه راز پېښې وشوې. ورځپاڼې د ماشومانو د ملاتړ يوې ادارې په وينا ليکلي چې په پاکستان کې هره ورځ له ماشومانو سره د بد چلند ١٠ قضيې ثبتېږي.