BBC
 شاته

د اجراییه ریاست لومړي مرستیال محمد خان د الیکترونیکي تذکرو د ژر وېش غوښتنه کړې

د انځور حقوق F/B Eng Mohammad Khan
Image caption انجنیر محمد خان د یوه فېسبوک پیغام له لارې ویلي: ''موږ ددغې ملي پروسې پر وړاندې د ستونزو جوړول دهېواد اوملت په زیان بولو، هیله مو داده چې نور دغه ملي بهیر د سیاسي معاملو ښکار نه شي او دا پروسه په چټکۍ سره بشپړه شي.''

د افغانستان اجراییه مشر عبدالله عبدالله لومړي مرستیال محمد خان د یوې وینا په خپرولو سره د خپل مشر پر خلاف د الیکترونیکي تذکرو د ژر پیل غوښتنه وکړه. د ښاغلي محمد خان مطبوعاتي سلاکار صفي الله عُمر خېل بي بي سي ته وویل، ددغه بهیر ټول قانوني پړاوونه وهل شوي او د ځنډېدو پلمه یې نه شته:

نوموړی وايي:

''د لومړي مرستیال دریځ دا دی، چې د دغې پروسې په برخه کې قانوني ستونزې نه شته. کابینه کې پر دغه موضوع بحث شوی، له کابینې دغه موضوع پاس شوې او د ملي شورا له هوکړې وروسته دغه پرېکړه شوې او پر همدې بنسټ د لومړي مرستیال دریځ دا دی، چې قانوني ستونزې نه شته، نو غوره به دا وي، چې دغه پروسه پیل او بشپړه شي. ''

ښاغلی عمر خیل وايي، انجنیر محمد خان د نوې الیکترونیکي تذکرې په سملاسي اخیستو کې هېڅ کومه ستونزه نه لري او چې د وېش لړۍ یې پیل شي خپله یې هم تر لاسه کولو ته یې چمتو دی.

له دې مخکې د افغانستان اجرائیه مشر عبدالله عبدالله ویلي و، که د لویو مسئلو په اړه د پرېکړې پرمهال له افغان ولس سره سلا مشوره و نه شي، ښايي ډېرې ناوړه پایلې به ولري. د ښاغلي عبدالله اشاره ظاهراً د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پیل ته وه.

غني: وخت نه راته درېږي، مخ پر وړاندې به ځو او پرېکړې به کوو

ولسمشر غني نوې تذکره کې د 'افغان' او قوم توري تایید کړل

نن شنبه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له افغانستانه د شوروي ځواکونو وتلو د ۲۹ مې کاليزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د خبرو پر مهال ښاغلي عبدالله وویل:

"که څوک داسې مشوره ورکړي چې د کړکېچ په جوړولو سره کېدای شي پر نورو ستونزو خاورې واړول شي، دا ممکنه نه ده. دا داسې مسایل دي چې موږ ټول باید ورته پام وکړو. ان یوازې یوه ناسنجول شوې جمله او ټکی کولای شي د خلکو تر منځ د بې اتفاقۍ او نفاق لامل شي، یوازې یوه ناسنجول شوې پرېکړه کولای شي خلکو ته ډ‌ېرې ناوړې پایلې ولري. بیا به یې هېڅوک مسوولیت نه شي منلی."

د انځور حقوق .
Image caption ټاکل شوې وه د پېژندپاڼو د وېش بهیر په ۱۳۹۲ کال کې پیل شي.

خو بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ملي او لویو مسئالو په اړه سلا مشورو ته چمتو دی، خو وايي، د پرمختګ غوښتلو لپاره باید د لویو مسایلو په اړه پرېکړې وشي. د نوموړي په وینا، 'وخت روان دی او فرصتونه باید له لاسه ور نه کړو. '

په پام کې وه چې نن شنبه د الکترونیکي تذکرو د وېش په سر ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه مشر عبدالله عبدالله لیدلای وای، خو لا مالومه نه ده چې دا ناسته به ترسره کېږي، که نه؟

د الیکترونیکي تذکرو د وېش کره نېټه لا هم نه ده معلومه، خو د دغه بهیر لومړی پړاو چې د ګوتو نښه اخیستل او په سیستم کې د وګړو د اړینو معلوماتو ځایول دي، پیل شوی دی.