شاته

ترکیې د امریکا په ملاتړ په سوریه کې عملیات پیل کړل

ترکیې د چهارشنبې په ورځ د امریکا په مځکني او هوايي ملاتړ، په لومړي ځل په سوریه کې دننه د داعش جنګیالیو د شړلو او ځپلو بریدونه پیل کړل. ترکيه غواړي له خپلو سرحدي سیمو نه د داعش جګړه ماران وشړي او همدغه راز د کردي یاغیانو د پرمختګ مخه ونیسي.

په دغو عملیاتو کې د ترکیې ټانګونه برخه لري چې له هوا نه الوتکې ورسره مرسته کوي. رویټرز وايي ترکي ځواکونه د چهارشنبې په ورځ د ناټو د نورو غړو هېوادونو په مرسته او د سوريې یاغیانو سره په ګډه د سوریې د جرابلس ښار ګوټي ته ننوتل.

د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردغان وویل چې دغه عملیات د داعش جنګیالیو او کردي یاغیانو د ځپلو په موخه پیل شوي. په دې وروستیو کې کردي یاغیانو ځینې سیمې ونیولې.

ولسمشر اردغان وویل " نن-چهارشنبه- سهار د داعش او پي وای ډي د ملېشو پر ضد عملیات پیل شول، دغو ډلو په پرلپسې ډول زموږ هېواد ته ګواښ پېښ کړی و".

ترکیه وايي کردي یاغیان د پي کی کی ملېشي دي، چې د ترکیې په خاوره کې ترهګريز فعالیتونه کوي، خو امریکا وايي دا ډله د بشارالاسد د پرځولو لپاره جنګیږي.

په همدې حال کې د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن ترکیې ته رسېدلی دی، هغه له مخکې دغه هېواد د سفر پلان نیولی و. دی لومړنی غربی لوړپوړی چارواکی دی چې د ترکیې له ناکامې کودتا وروسته دغه هېواد ته سفر کوي.

یو لوړ پوړي چارواکي چې له ښاغلي بایډن سره په دغه سفر کې مل دی، رویټرز ته وویل متحده ایالتونه له ترکیې سره مرسته کوي، چې د داعش جګړه ماران له سرحدي سیمو نه وشړي. هغه وویل چې د ترکيې د پوځ په توغندیزو بریدونو کې داعشیان په نښه شوي نه کردي ځواکونه.

په همدې حال کې کرد ځواکونو هم په جرابلس باندې توغندي وېشتلي دي. ترکي ځواکونه وايي الوتکو یې په دغو عملیاتو کې د داعش ۱۲ مرکزونه وېشتلي دي او همدغه راز د توغندیو په بریدونو کې یې بیا د داعش ۷۰ هدفونه په نښه شوي دي.