BBC
 شاته

که اتومي برید وشي، ټرمپ به چېرې پټېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټرمپ مارا لاګو ماڼۍ کې یو خوندي پټنځی شته

له ټرومان نه نیولې تر ټرمپه د امریکا ولسمشران د اتومي جګړې د ممکنه برید د خطر له کبله له خوندي پټنځیو برخمن دي، خو که اتومي برید وشي، د امریکا ولسمشر به چېرې پټېږي؟

ښکاره ده چې ډونلډ ټرمپ به سم لاسي یوه خوندي ځای ته ځي. دی چې وغواړي هر خوندي ځای ته تللی شي، چې یو یې د سپینې ماڼۍ د ننه دي، هلته د تېرې پېړۍ له ۵۰مو کلونو راهیسې یوه ډېره خوندي سیمه جوړه شوې ده. بل ځای د ویرجینیا ایالت "بلو ریج" غرونو کې ډېر لیرې دی.

ټرمپ د فلوریډا ایالت مار ساتېري ځای کې هم یو پټنځی لري.

که څه هم ځینې وايي، د اتومي جګړې د پیلېدو تصور نه شته، خو ځینې نور بیا د ممکنه اتومي جګړې له اوره د ځان ساتلو لپاره چمتووالی نیسي.

Image caption مارا لاګو پټنځی د تېرې پېړۍ ۶۰ مو کلونو کې د یوې شتمې ښځې ملکیت و

خو که مخامخ اتومي برید کېږي، بیا نو هېڅوک د پټېدو ځای نه لري.

د "تر ځمکې لندې یو ولس: امریکايي کلتور کې له اتومه پټنځی" کتاب لیکوال کنیت روز وايي: "د دفاع لپاره هېڅ داسې نښې نه شته چې د یوې لویې چاودنې او یا د چاودنې له کبله د یوه لوی اور مخنیوی دې وشي".

که د امریکا ولسمشر له بریده روغ ووځي، نو په دې حالت کې دغه پټنځی ګټه لرلی شي، او له هغه ځایه د هېواد چارې مخته وړل شي، ان که نوره نړۍ په سور اور کې هم سوځي.

د امریکا د سمندري ځواکونو د یوه چارواکي رابرټ دارلینګ په وینا، امریکايي چارواکو دغو خوندي پټنځیو ته د ولسمشر او نورو جګپوړو مهمو چارواکو د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.

ډارلینګ د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د بریدونو پرمهال یوڅه موده د سپینې ماڼۍ په ډېر خوندي ځای کې و.

دارلینګ وايي، د ولسمشر دغه پټنځي ته ایله د ګوتو په شمېر د کمو کسانو د ورتګ اجازه شته.

په میزوري ایالت کې د ولسمشر هاري ټرومان کتابتون د ارشیف یوه کارکوونکي رانډي سویل ویلي: "باید د مشرتابه ساتنه وکړو که نه ټول هېواد به ګډوډ شي".

د انځور حقوق Courtesy of Anthony Miller
Image caption د کینیډي پټنځی له اتومي بڅرکیو د خوندیتوب لپاره جوړ شوی و

د امریکا پخواني ولسمشر هاري ټرومان د تېرې پېړۍ ۵۰مو کلونو کې د ملکي دفاع اداره جوړه کړه. ماساچوسټس پوهنتو کې د تاریخ استاد کریسټیان ابي وايي، د ټرومان ادارې پیغام هغه مهال دا و چې "اتومي جګړه د ټولې نړۍ له منځه وړلو په معنا نه ده".

دی وايي، ملکي دفاعي بنسټ د "اتومي کلیوال" کېدو مفکورې رامنځ ته کولو کې همکاري وکړه، داسې چې د امریکا حکومت له وګړو غوښتي وو چې له نوي چاپېریال سره ځانونه اشنا کړي.

سویل وړاندې وايي، د ټرومان د ملکي دفاعي پروګرام تر شا دا منطق و چې د اتوم بم په اړه د امریکا ستراتیژیکې نظرپوښتنې په ډاګه کړې وه، چې د جاپان ناګازاکي پر ښار د امریکا له اتومي برید وروسته نژدې ۳۰ سلنه وګړي وژل شوي وو، که دوی له اتومي برید د خوندي ساتلو ځای ته رسول شوي وای، د ژغورل کېدو امکان یې ډېر و.

د ملکي دفاعي بنسټ چارواکو هڅه کړې چې د هېواد په ټولو برخو کې د خوندي پټنځیو سیستم عام شي، چې ځینې یې د حکومتي کارکوونکو او ځینې بیا د عامو خلکو د ساتنې لپاره جوړ شوي، د بېلګې په توګه، په ۶۰مو کلونو کې چارواکو د کلیفورنیا ایالت لاس الټتوس ښار کې له اتومبم د ژغورل کېدو په پلمه د یوه لوی پټنځي جوړولو څارنه کوله.

Image caption ماونټ ویزر کې د ولسمشر یو پټنځی

خو ځینې کسان خپل شخصي پټنځي لري، چې شمېر یې زرګونو ته رسېږي. د تاریخ استادې لورا ماکناني ددې موضوع په اړه د خپل کتاب "اتومي جګړه" په نوم لپاره د څېړنې پرمهال دغه پټنځي کشف کړي دي. ماکناني د شخصي پټنځیو په اړه وايي "د پټنځیو جوړول د اتومي کورنۍ مسؤولیت ګرځېدلی".

مارګوري میریودیز پوسټ یوه له هغو کسانو ده چې شخصي پټنځی لري، هغې د فلوریډا ایالت مارا لاګو کې په میراث ورپاتې شوې ځمکه کې دا ځای جوړ کړی، چې بیا وروسته دا ځای ټرمپ په پیسو ترې واخیست.

د ۵۰مو لسیزو لومړیو کې، پوسټ د کوریا د جګړې او بیا وروسته احتمالي لانجو په اړه اندېښمنه وه، همد اوو چې تر ځمکې لاندې پټنځی یې جوړ کړ.

ټرمپ دا ځای په ۱۹۸۵ کال واخیست. بیا وروسته یې وویل یو خوندي پټنځی هم لري "ډېر ټینګ ځای دی چې ستنې یې له پولادو او سیمټو ډېرې کلکې جوړې شوې دي".

ویرجینیا ایالت کې بلوماونټ ته څېرمه د "ماونټ ویزر" غرونو څوکې هم د احتمالي اتومي برید پرمهال د ولسمشر او د هغه د سلاکارانو او نورو چارواکو د خوندیتوب پر یوه پټنځي بدل شوې.

خو د کانګرس غړي بیا د لوېدیځ ویرجینیا ایالت وایټ سولفور سرچینو ته څېرمه په ګرینبریر کې پټنځي لري.

دې ځای ته دا یو نمایشي نوم ورکړل شوی، چې په اصل کې د یونان ټاپو اړونده پروژه وه او د لسیزو لپاره دا پروژه پټه ساتل شوې وه، ان دا چې په ۱۹۹۲ کال خبري رسنیو پرده ترې پورته کړه او دا پټنځی افشا شو.

وروسته د دې ځای مدیریت د فډرالي ادارې د بېړنیو چارو بنسټ پرغاړه واخیست او د ۲۰۰‍۱ کال د القاعدې د سپتمبر یوولسې له بریدونو وروسته دا ځای بېرته فعال شو. ټرمپ هم په دې ځای کې د اتومي برید پرمهال پټېدای شي.

د انځور حقوق Cecil Stoughton, Kennedy Library
Image caption ولسمشر جان کینیډي پالم بیچ کې

د ۱۹۶۱ کال اوړی د پخواني ولسمشر جان کینیډي لپاره فلوریډا ایالت کې یو بل پټنځی جوړ شو، چې د کینیډي له کوره (پالم بیچ) څخه ایله ۱۰ دقیقې واټن لري.

د کانګرس د ۱۹۷۳ کال د رپوټ له مخې، دا پټنځی په "ډیچټمنټ هوټل" شهرت لري، چې پر جوړېدو یې ۹۷ زره امریکايي ډالر لګول شوي.

د ولسمشر پټنځي ته نور څوک تلی شي؟

د پینوټ ایلنډ پټنځی: ولسمشر او پنځه ویشت نور مرستیالان او وزیران (دا ځای د دېرشو کسانو لپاره جوړ شوی)

د سپینې ماڼۍ پټنځی: پخواني مرستیال ولسمشر ډیک چیني د سپتمبر د یوولسمې بریدونو پرمهال له دې پټنځي کار کاوه، ښځې یې هم ورسره وه، د ملي امنیت سلاکاره کونډالیزا رایس، دفاع وزیر ډونلډ رامسفیلډ او نور کسان هم وو.

ماونټ ویزر پټنځی: دلته د ولسمشر، مرستیالانو او د خبریالانو په ګډون ځانګړې خونې شته (خبریالانو ته د پټېدو یوه ځانګړې خونه هم پکې جوړه شوې).

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پخوانی کرینبریار اتومي پټنځی پر یوه سیاحتي سیمه اړول شوی