BBC
 شاته

د امریکا ولس ته د طالبانو پرانستی لیک: د افغانستان "نیواک" پای ته ورسوئ

طالبانو ویلي، له سیاسي لارې او له خبرو اترو د ستونزې د حل لارې لپاره حاضر دي
Image caption طالبانو ویلي، له سیاسي لارې او له خبرو اترو د ستونزې د حل لارې لپاره حاضر دي

طالبانو د امریکا له ولس او کانګرس څخه په یوه پرانستي ليک کې غوښتي چې خپل دولت د افغانستان د "نیواک" پای ته رسولو ته اړ کړي. دغه اوږد ليک په دري، انګليسي، پښتو، عربي او اردو ژبو ليکل شوی چې آرام پیغامونه او جدي ګواښونه پکې شوي.

طالبانو خبرو ته د چمتووالي له ښودلو سره ویلي، د زور کارول حالت لا پېچلی کوي. دوی خبرداری ورکړی چې د جګړې دوام او په افغانستان کې د بهرنیو پوځایونو حضور به نړۍ له ګواښ سره مخ کړي.

دغه ليک د طالبانو د یوه ویاند قاري یوسف احمدي له ادرسه رسنیو ته استول شوی.

په دغه لیک کې د امریکا له خلکو، خپلواکو او نادولتي ادارو او کانګرسه غوښتل شوي چې پر خپل دولت فشار راوړي چې په افغانستان کې جګړه بس کړي او امریکايي پوځیان له افغانستانه وباسي.

طالبانو ویلي، لا هم فرصت شته او دوی چمتو دي چې ستونزه د سیاست او سالمو خبرو له لارې حل کړي. دغې ډلې ویلي، یو شمېر هېوادونه له هغوی سره د سياسي تفاهم هڅه کوي، خو کوم ځانګړی هېواد يې نه دی یاد کړی.

افغان حکومت: اوس به سوله د جگړې په ډگر کې لټوو

دوی دغه راز خبرداری ورکړی چې د زور کارول حالت لا پېچلی کوي. دوی دغه خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې امریکا په دې وروستیو اونیو کې په افغانستان کې د طالبانو او (اسلامي دولت) "داعش" پر مرکزونو بریدونو ته زور ورکړی.

دغې ډلې دا هم ویلي چې په افغانستان کې د جګړې دوام او د افغانستان د اوسني نظام شتون چې دوی فاسد بللی د سیمې او امریکا لپاره خطرناکې پایلې ګڼلې.

په دغه ليک کې طالبانو ویلي د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش اولس کاله وړاندې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د قانون د واکمنۍ او د نشه يي توکو د له منځه وړلو په پلمه افغانستان ته ځواکونه واستول. طالبانو د امریکا خلکو ته په خطاب کې له هغوی پوښتنه کړې چې د دغو اهدافو کوم یو پوره شوی؟

د انځور حقوق NICHOLAS KAMM
Image caption ټرمپ د امریکا خلکو ته یوه وینا کې وویل، له ترهګرۍ سره مبارزه، له افغان دولت سره همکاري او د دغې مبارزې لپاره د مهال وېش نه ټاکل به د امریکا دولت د کار برخه وګرځوي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرامپ شپږ مياشتې وړاندې د افغانستان او سوېلي آسیا لپاره د خپل هېواد تګلاره اعلان کړه او ویې ویل چې په دغه هېواد کې د طالبانو او نورو اورپکو ډلو پر خلاف ځمکني او هوايي بریدونه ډېروي.

په وروستیو اونیو کې طالبانو ډلې په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې د څو خونړیو بریدونو پړه ومنله چې له هغې وروسته د امریکا ولسمشر وویل چې له طالبانو سره خبرې نه کوي او په ټول افغانستان کې يې د دغې ډلې پر مرکزونو د هوايي بریدونو د ډېرولو امر وکړ.

افغان ولسمشر اشرف غني هم په کابل کې وروستي بریدونه د افغانستان د سپټمبر د یوولسمې بریدونه وبلل او ویې ویل چې طالبانو د جګړې په ډګر ماته خوړلې او له همدې امله "د خپلو بادارانو په غوښتنه په ښارونو کې ملکي وګړي" وژني.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو او (اسلامي دولت) "داعش" په نامه وسله والو ډلو پر مورچو د بي ۵۲ ډول الوتکو بریدونه په دې وروستیو کې بې مخينې ډېر شوي دي.