BBC
 شاته

د ۱۴ مې پېړۍ کيسه او اوسنۍ ناندرۍ

د ۱۴ مې پېړۍ کيسه او اوسنۍ ناندرۍ، پدماوت د هندۍ سينما يو تر ټولو ګرانبيه فېلم، څومره مهم دی، له يو لوبغاړي ستوري يې اورو.

پدماوت چې د ۱۴ مې پېړۍ کيسه ده او تازه راوتلې، د هند يو تر ټولو ګرانبيه فېلم بلل کېږي، خو يو تر ټولو ناندره ييز هم دی. د لوبغاړو يو تن ته يې د مرګ ګواښونه شوي، سينماګانو ته اور اچول شوی، او د فېلم پر ډايرېکټر هم بريد شوی و.

د باليووډ ستوری شاهد کپور دې فېلم کې د يوې مهمې څېرې رول لوبوي. دلته دی روښانوي چې ولې باور کوي، د پدماوت فېلم جوړول يو مهم کار و.