پاکستان: د بشري حقونو فعالې عاصمه جهانګیر جنازه کې د ښځو ګډون
-
BBC
د بشري حقونو فعالې عاصمه جهانګیر جنازه د سې شنبې پر ورځ د هغې پلرني ښار لاهور کې ادا شوه.
-
BBC
جنازې مراسمو کې د پاکستان مشهورو شخصیتونو او عام ولس ګډون ګډون درلود.
-
BBC
ګڼ شمېر لاهور ښاریان جنازې کې د ګډون لپاره قذافي سټېدیم لوبغالي ته ورغلي وو.
-
BBC
جنازه کې ګڼ شمېر ښځو هم ګډون کړی و
-
BBC
حیدر فاروق مودودي د عاصمه جهانګیر جنازې امامت وکړ
-
BBC
د پاکستان له ځینې نورو ښارونو هم یو شمېر خلک د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره لاهور ته تللي وو
-
BBC
د جنازې مراسمو پر مهال د امنیت ټینګښت لپاره امنیتي ځواکونه پر دنده ګومارل شوي وو
-
BBC
عاصمه جهانګیر د مسلک په توګه وکالت کاوه او د پاکستان سترې محکمې د مدافع وکیلانو ټولنې مشري یې هم کړې.
-
BBC
عاصمه جهانګیر د ټولنې وروسته پاتې او لږکیو د دفاع سمبول بلل کېده.
-
BBC
عاصمه جهانګیر بیدیان روډ سیمه کې د هغې شخصي فارم کې خاورو ته وسپارل شوه.