د عکسونو البوم: هرات کې ټاپي پروژې پیلولو ته چمتووالی
-
BBC
د افغانستان لوېدیځ هرات ښار کې د ټاپي پروژې پیلېدو ته چمتووالی نیول کیږي.
-
BBC
د ترکمنستان جنوب کې د "گالکینیش" حوزې د ټاپي ګازو دغه نل لیکه د افغانستان له هرات، هلمند فراه او کندهار ولایتونو پاکستان ته تېرېږي او له هغه ځایه هند ته غځول کېږي.
-
BBC
د هرات خلک اوس د پروژې لپاره چمتووالی نیسي.
-
BBC
هرات د افغانستان لومړنی ښار دی چې د ترکمنستان له ګازو به ګټه اخلي.
-
BBC
ټاپي د افغانستان لپاره یوه حیاتي پروژه ګڼل کېږي چې په ترسره کېدو به یې افغانستان هر کال پنځه سوه میلیون ډالر عاید ولري او تر لسو زرو ډېر کسان به په کار وګمارل شي.
-
BBC
د افغانستان دولت مېلمنو ته د هرات ښار د بلې څېرې وړاندې کولو هڅه کوي.
-
BBC
هرات ښار کې د بیارغونې او جوړونې بېلابېلې پروژې پیل شوې.
-
BBC
هرات ښار کې بېلابېلو برخو کې چمتووالی نیول کېږي.
-
BBC
خلک دغې پروژې ته نسبتاً خوشحاله ښکاري.