BBC
 شاته

حمید حسن: تېره شپه مې کور ته بم را وغورځول شو

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې یو غړی حمید حسن وايي، د سې شنبې په شپه یې کور ته لاس بم غورځول شوی دی.

نوموړی د فیسبوک لایف له لارې زیاتوي چې کورنۍ ته یې زیان نه دی اوښتی، خو دوه موټر یې ویجاړ شوي دي.

په جلال اباد ښار کې کاروباري او داسې خلک چې شتمن بلل کېږي، ځان خوندي نه احساسوي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی وايي پرون هم د جلال اباد ښار څلورمه ناحیه کې یو دوکاندار وژل شوی دی.

* حمید حسن: که روغتیا مې ښه نه شي نړیوال کرېکټ پرېږدم

* حمید حسن: له پاکستان سره په لوبه کې 'نه یم'

د حمید حسن کور هم د څلورمې ناحیې په روښان مېنه کې دی.

که څه هم په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وايي، چې د حمید حسن امنیت ته به ځانګړی پام کوي، خو پخپله ښاغلی حسن وايي، نږدې له دوو اونیو راهیسې یې پلار ته په ټلېفون اخطارونه ور کول کېدل چې باید پیسې ور کړي.

"پلار مې امنیه قومندانۍ او د امنیت ریاست ته شکایت کړی و. سره له دې چې له امنیتي ځواکونو سره مو هرڅه شریک کړل، خو امنیت ته مو پام ونه شو".

د والي ویاند د حسن په کور برید جدي نه بولي

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption حمید حسن(غورځېدلی) له سریلانکا سره پر ۲۰۱۵ کال د افغان کرېکټ لوبډلې د سیالۍ پر مهال

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وايي، دوی پېښه څېړي، خو زیاتوي چې د حمید حسن پر کور برید جدي نه دی.

دی وایي، ممکن له چا سره شخصي ستونزه ولري.

خو حمید حسن وايي، دوی له چا سره شخصي مسله نه لري او نه هم په سیاست کې ښکېل دي.

نوموړی وايي، که د ده پر کور د دې برید پوښتنه ونه شي، راتلونکي کې به د کرېکټ لوبغاړي له ورته پېښو سره مخ وي.

* بالنګ کې د حمید حسن ځانګړی ویاړ

* حمید حسن د ۲۰۱۰ کال غوره لوبغاړی او د ملي لوبډلې کپتان شو

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال په سیمه کې د بي بي سي خبریال ته ویلي، چې د پېښې څېړنه کوي.

د نوموړي په خبره، امنیه قومندان د حمید حسن د امنیت ساتلو جدي سپارښتنه کړې ده.

خو حمید حسن چې وېره ښيي ممکن بیا له ورته پېښې سره مخ شي، له ځايي چارواکو ګیله کوي چې تراوسه یې د ده تپوس نه دی کړی.

"له برید وروسته څو پولیس را غلل، څو شیبې وو، بېرته لاړل بیا څوک نه دي راغلي".

جلال اباد ښار کې ناامني

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حیمد حسن د افغان ملي لوبډلې یو تېز توپ اچوونکی دی.

جلال اباد ښاریان په تېره کاروباریان له نږدې یو کال راهیسې په دغه ښار کې له ناامنۍ شکایت کوي.

کله کله په دغه ښار کې امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

نږدې اونۍ وړاندې د جلال اباد ښار په اوومه ویاله یا کابل اډه (سیمه) کې د پولیسو یو ضابط ووژل شو.

څو میاشتې مخکې په جلال اباد ښار کې ډاکټرانو کاربندیز کړی و.

دوی ویل چې حکومت یې امنیت ونه نیسي، کار به پیل نه کړي.

دغه و لایت ته د ټول روغتیا وزیر په ورتللو سره ډاکټرانو کاربندیز پرېښود.

له هغه وروسته او په ښار کې په رڼا ورځ د صرافانو مارکېټ ته د وسلوالو په ننوتلو او د دوو صرافانو په ګډون پنځو ولسي وګړو ته له مرګ ژوبلې اړولو وروسته صرافانو کاربندیز وکړ.

دوی د ولایت مقام مخ ته په ټولېدلو سره د والي د ګوښه کېدو غوښتنه هم کوله.