BBC
 شاته

لوی ښارونه چې د اوبو له کمښت سره مخ دي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نړۍ څلورمه برخه لوی ښارونه د اوبو له کمښت سره مخ دي.

د سوېلي افریقا کیپ ټاون د نړۍ لومړنی لوی ښار دی چې دا مهال د څښاک اوبو له کمي سره مخ دی.

دا هغه مسله ده چې له یوې مودې راهیسې د کارپوهانو پام ور اوښتی.

په ښکاره خو اوبو د نړۍ ۷۰ سلنه برخه نیولې ده، خو درې سلنه یې د څښلو دي، چې د وګړو ډېرېدلو، ککړتیا او نورو سببونو له امله کمې دي.

نړۍ کې لږ تر لږه یو میلیارد کسان د اوبو له کمښت سره مخ دي.

دوه اشاریه اوه میلیارده کسان هم په کال کې نږې یوه میاشت د اوبو له کمي سره مخ وي.

* د کابل اوبه؛ نورې د څښاک نه دي

* تېزابي اوبه ټول سمندري ژوي ګواښي

پر ۲۰۱۴ کال د نړۍ د پنځو سوو سترو ښارونو سروې کې معلومه شوه چې هرو څلورو کې یو ښار د اوبو له فشار سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې دا داسې حالت دی چې د اوبو کلنۍ اندازه په کس له۱۷۰۰ مکعب متره( ۱۷ لکه لېتره) کمېږي.

ملګري ملتونه اټکلوي چې پر ۲۰۳۰ کال به نړۍ کې د تازه اوبو غوښتنه تر ۴۰ سلنې ډېره شي، وجه یې هم چاپېریالي بدلون، د وګړو ډېرېدل او د انساني چلند بدلېدل دي.

لاندې د نړۍ شپږ داسې مهم ښارونه دي چې ویل کېږي د کیپ ټاون په څېر د اوبو د کمښت له خطرې سره مخ دي.

بنګلور

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بنګلور ډنډونه سخت چټلېږي.

د هند دا ښار چې د ټیکنالوجۍ په مرکز بدل شو، وګړي یې هم ډېر زیات شول، له امله یې د اوبو د تیارولو او د ځمکینو اوبو نظام هم اغېزمن شو.

بل دا چې د دې ښار د اوبو لېږدولو نظام دومره خراب شو، چې د ځايي حکومت په خبره، نیمې پاکې اوبه خرابېږي.

یواځې دا نه ده بلکې کومې اوبه چې تر کورنو رسېږي هغه هم ککړېږي.

بېجینګ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بېجینګ له وچکالۍ سره مخ دی.

نړیوال بانک د اوبو کمښت دې ته وايي، چې په کس د پاکو اوبو اندازه په کال کې له لس لکو لېترو کمه وي.

پر ۲۰۱۴ کال د بېجینګ له شل میلیونو ډېرو خلکو په کال کې یواځې یو لک ۴۵ زره لېتره اوبه درلودې.

* تږی ښار

* اوبه پاکوونکی کتاب

چین کې هم په ټولیز ډول د اوبو د کمښت ستونزه شته، هلته د نړۍ د ټولو وګړو ۲۰ سلنه اوسېږي، خو ځمکه یې یواځې اوه سلنه پاکې اوبه لري.

ککړتیا بله مسله ده، د ۲۰۱۵ کال د حکومتي شمېرو له مخې د بېجینګ ۴۰ سلنه اوبه دومره چټلې دي چې څښل یې پرېږده ان د کرنې او صنعت لپاره هم کارېدلی نشي.

قاهره

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مصر ۹۷ سلنه تازه اوبه له نیل ترلاسه کېږي.

د قاهره ښار منځ کې بهاند نیل سیند له زرګونو ګلونو راهیسې مدنیتونه خړوب کړي، خو اوس دا ستر سیند له سخت دباو سره مخ دی.

نیل د مصر د پاکو اوبو ۹۷ سلنه برخه برابروي، خو اوس د استوګنې او کرنې له چټلیو ککړ روان دی.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې مصر کې د ککړو اوبو له امله له پیدا شویو ناروغیو ډېر کسان مړه کېږي او پر ۲۰۲۵ کال هلته د اوبو د سخت کمښت وېره شته.

مسکو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption روسیه کې روانې اوبه ډېرې دي، خو ککړې دي.

روس کې په ټولیز ډول د تازه اوبو ډېرې لویې زېرمې شته، خو د شوروي اتحاد پر مهال د کرنې د پراختیا له امله دا اوبه هم له ککړتیا سره مخ دي.

د مسکو ۷۰ سلنه اوبه د ځمکې له مخ ترلاسه کېږي، چې ډېر اسانه خرابېږي.

ځايي ادارې مني چې د هېواد له ۳۵ تر ۶۰ سلنه اوبه یې د روغتیا خوندیتوبو له غوښتنو سره برابرې نه دي.

استانبول

Dry lake د انځور حقوق AFP
Image caption استانبول ته نږدې یو ډنډ وچ شوی دی

د ځايي شمېرو له مخې ترکیه په ټولیز ډول د اوبو له کمښت سره مخ ده.

کارپوهان وايي، تر ۲۰۳۰ کال به دا ستونزه سخته شي.

* له جل وهلو ځان څنګه ساتلی شئ؟

* د پاکستان بلوچستان کې د اوبو کمی د کبانو تباهي

وروستیو میاشتو کې د لس میلیونه او څلور لکو وګړو ښار استانبول کې اوبه کمې شوې دي.

د ښار د اوبو زېرمې له ۳۰ سلنه کمښت سره مخ شوې دي.

لندن

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لندن کې ډېرې اوبه ضایع کېږي.

ډېرو خلکو ته به حیرانوونکې وي چې لندن د اوبو برابرولو له امله له فشار سره مخ دی.

په ټولیز ډول ویل کېږي چې هلته ډېر باران کېږي، خو په اصل کې د لندن د ورښت اندازه له پاریس او نیویارک کمه ده او ۸۰ سلنه اوبه یې له سیندونو ترلاسه کېږي.

د لوی لندن چارواکي وايي، تر ۲۰۲۵ کال به ښار کې د اوبو کمښت پیل شي او دا ستونزه به تر ۲۰۴۰ کال سخته بڼه غوره کړي.

داسې ښکاري چې لندن کې ډېر ژر د ربړ پایپونو پر کارولو بندیز ولګېږي.