BBC
 شاته

کابل د امریکا په نوښت د امنیتي غونډې کوربه دی

د انځور حقوق ارگ
Image caption له افغان ولسمشر سره د منځني اسیا د امنیتي چارواکو لیدنه.

د افغانستان پلازمېنه کابل د امریکا د مرکزي قومندانۍ له خوا را غوښتل شوې امنیتي غونډې کوربه دی چې پر افغانستان سربېره د پاکستان، قزاقستان او ازبکستان لوی درستیزان پکې ګډون لري.

په غونډه کې د افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لوی قومندان جان نیکولسن هم برخه لري.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بي بي سي ته وویل، چې دا غونډه د دوشنبې په ورځ پیل شوې او سې شنبه پای ته رسېږي.

"د غونډې ګډونوال له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې کوی".

د دولت وزیري په خبره، د ناستې ګډونوالو پر اړوند مسلو له یو بل سره خپلې تجربې او لارې چارې شریکوي.

د نوموړي په خبره، د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه هم د سې شنبې په ورځ دې غونډه کې ګډون لپاره کابل ته رسېدلی دی.

له بلې خوا له ارګ خپره شوې بیانیه وايي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په شپه د قزاقستان لوی درستیز مراد مایکیوف او د ازبکستان لوی درستیز پاول ارګشیف سره ولیدل.

دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، سیمه ییزې، امنیتي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

تېره جمعه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د منځنۍ اسیا د سفر پر مهال له ازبک چارواکو سره هم پر امنیتي مسلو خبرې درلودې.

ټاکلې د دواړو هېوادونو د ګډ کمېسون غونډه هم په نږدې وخت کې جوړه شي.

ازبکستان چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، خپلې خاورې ته د وسلوالو په تېره ازبکستان اسلامي غورځنګ له نفوذ وېريږي.

په ورته مهال د افغانستان شمال کې د وسلوالو په تېره د داعش خوځښت هم ډېر شوی.

تېر ډیسمبر افغان چارواکو ومنله چې د داعش بهرني وسلوال شمالي سیمو په تېره جوزجان ته رسېدلي دي.

په دې وسلوالو کې پر فرانسوي او الجزایري وګړو سربېره ازبک او چیچنیايي هم شته.

په شمالي ولایتونو کې د وسلوالو د فغالیتونو په ډېرېدلو سره د دوی مقابل کې عملیات هم ډېر شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پرېکند ملاتړ ځواکونو ویلي، د هېواد په شمال ختیځ او سوېل کې یې د طالب اورپکو د پټنځیو ویجاړولو لپاره هوايي بریدونه ډېر کړي.

په دې بریدونو کې د بي ۵۲ په نوم بم غورځوونکې الوتکې هم ګډون لري.