د کورنیو چارو وزارت د 'فساد' په تور ۹۴ لوړپوړي چارواکي لويې څارنوالۍ ته ورپېژندلي
د افغانستان کورنیو چارو وزارت خپل څلور جنرالان او ۹۰ نور لوړ پوړي افسران د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.
د دې وزارت له فساد سره د مبارزې او تفتیش ریاست وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د ۵۴۰ څېړل شویو دوسیو له منځه ۱۵۲ یې لویې څارنوالۍ ته لېږل شوي دي.
د دغه ریاست مشر جنرال ضیا کوهستاني د څلورو جنرالانو دوسیو په اړه ډېر جزیات ورنه کړل، ځکه د دوی په خبره هغوی لا تر اوسه تورن دي. خو وايي، لسګونه نور افسران چې لویې څارنوالۍ ته یې د فساد دوسیې لېږل شوي، د بډو په اخیستو او له خپلو واکونو په ناوړه ګټه اخیستنې تورن دي.
هغه دا هم وايي چې اوسمهال د دې وزارت د ۱۸ جنرالانو دوسیې په عدلي او قضايي ارګانونو کې څېړل کېږي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک شاوخوا یوه اونۍ وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، سمونونه به راولي.
- پتنګ- افغان پولیس لاهم 'سیاسي او تنظیمي' دي
- افغانستان کې ۳۰۰ زره موټر قانوني اسناد نه لري
- د بي بي سي نظرپوښتنه- افغانان وايي نا امني زموږ اصلي ستونزه ده
هغه وویل، له اصلاحاتو یې موخه ظاهري سمونونه نه بلکې د بنسټیزو اصلاحاتو خبره کوي، چې په خبره یې د خلکو د خوښۍ وړ وي او پر بنسټ یې د پولیسو افسران او مسولین هم د مسولیت احساس وکړي.
وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي ول چې د هغه واک لاندې اداره کې فساد د حکومت اصلي ننګونه ده.
هغه د کورنیو چارو وزارت په امنیتي سکتور کې د فساد زړه په توګه یاد کړی و. د هغه له دې څرګندونو وروسته داسې برېښي چې د کورنیو چارو وزارت له فساد سره مبارزه ګړندۍ کړې وي.