شاته

کندز په جګړو کې د بریښنا پرې شوې مزي بیرته نښلول شوي

کندز ته وروسته د یوې اونۍ بریښنا راغلې، خو د الچین د پل د ړنګیدو له امله د دغه ولایت د مرکز څخه شیرخان بندر، امام صاحب او دشت ارچي ولسوالیو ته غځیدلي لارې د تیرو څلورو ورځوراهیسې لا هم بندې دي.

کندز په ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او د طالب وسله والو ترمنځ د تیرو ورځو سختو جګړو وروسته اوس په جګړو کې کمی راغلی او داجګړې د الچین د پله شاوخوا سیمو ته محدودې شوي دي.

د کندوز ښار ته نزدې په شاو خوا سیمو کې لس ورځې وړاندې د افغان ځواکونو او د دولت د مخالف وسله والو تر منځ سختې جګړې ونښتې چې په نتیجه کې يې دغه ولایت ته له تاجکستان څخه د واریدې شوې بریښنا مزې پرې شول.

کندوز په تیرو لسو ورځو کې بریښنا نه درلوده، چې له امله یې خلک د څښاک د اوبو له کمبود او نورو ستونزو سره مخ وو.

د کندوز د بریښنا رئیس انجینر حمیدالله وايي چې د بریښنا مزي د الچین پله په سیمه کې د جګړو له امله غوڅ شوي و، دوي په همدغو سختو حالاتو کې هڅه کوله چې بریښنا بیرته وصل کړي خو د دوي کارمندانو ته خطر متوجه کیده او له امله یې د بریښنا د وصلولو چارې پاتي کیدلې.

د بریښنا یو مامور نبی الله نوید چې په سیمه کې يې د بریښنا دمزو د غځولو چارې پر مخ وړلې وايي چې دوی په سختو شرایطو کې ددې لپاره چې خلک یې اسوده اوپه سهولت کې وي د بریښنا مزي وتړل.

هغه دا هم وویل چې په عین وخت کې د طالبانو پر وسله والو بمبار هم روان و او دوي د بریښنا د مزو د نښلولو کارونه کول.

اوس مهال کندوز ته تقریبا ۲۲ میګاواټه بریښنا له تاجکستان څخه واریدیږي، چې د امام صاحب ولسوالۍ، او تخار ته هم له دغې بریښنا یوه برخه ورکړل شوې ده.

په کندز کې د روانو جګړو په وخت د الچین د پل یوه برخه ونړیدله، چې افغان چارواکي یې د نړیدلو پړه پر طالب وسله والو اچوي او وایي، چې طالبانو دا پل په بمونو الوزولی دی.

خو طالبانو بیا د پل د الوزولو پړه په افغان او بهرنیو ځواکونو اچولې او ویلي دي چې د دغه پل یوه برخه د دوی د وسله والو په مرچلو د امریکایي ځواکونو په بمباریو کې نړیدلې ده.

د کندز د نورو سیمو پرتله د الچین په سیمه کې جګړه سخته ده.

د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش وايي چې د الچين پله په سیمه کې د دولت مخالفو وسله والو کلک سنګرونه جوړ کړي خو د افغان هوایي ځواکونو په دغه سیمه کې د خپلو وسله والو مخالفانو مرچلې په نښه کړي دي.

د سمیې د اوسیدونکو او افغان امنیتي چارواکو د ادعاو له مخې د کندز په جګړو کې طالبانو ته د سر زیات زیان رسیدلی دی.

خو افغان امنیتي چارواکي په دغو جګړو کې دغو ځواکونو ته د سر د اوښتې زیان په باب څه نه وایي.

د دې اونۍ په سر کې کندز ته د دفاع د وزیرجنرال عبدالله حبیبي سفر وروسته نظامي چارواکیو او نورو مسولینو رسنیو ته د جګړې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د میرشیخ د سیمې یو تن اوسیدونکي رباني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دوی په کلي کې د یو عام وګړي په کور کې د راکټ له لګیدو وروسته د دغې کورنۍ درې تنه وژل شوي دي.

په اوس وخت کې یوازې د کندز ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.