شاته

غفورليوال:اوسنۍ سروي د اعتبار وړنه ده

د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکزد اوسني نظام د سياسي جوړښت په هکله يوه نوې سروې خپره کړې.

د اوسني نظام د سياسي جوړښت په هکله په نوې سروې کې چې د لسو ولايتونو له خلکو نه پکې پوښتنې شوي په سلو کې ٢٩د پارلمانی نظام او په سلو کې ٢٢ صدارتی رياستی نظام پلوي دی چې په مجمع کې په سلو کې ٥١ د نظام بدلون غواړي او ۴٩فيصده نور بیا رياستي نظام ټينگول غواړي.

د افغانستان د سيمه ايزومطالعاتود مرکزپخواني ريس څيړونکي غفورليوال اشنا راډيو ته وويل، د مشاهدې، کمالمې اومصا حبې له طريقه د بشري سروې لپاره د معلوماتوراټولولو طريقه بشپړيږي خو په طبعي اوغيربشري مسايلوکې پرفزيکي ارکانو باندې تريوه بريده تخنيکي عمليات ترسره کيږي .

ښاغلي ليوال وويل په اوسنيو شرايطو کې د نظام په اړه دقيقه سروې کول ورته ناممکن ښکاري ځکه د نا امنۍ له کبله سيموته د سروې ټيمونه نشي تللائ.

غفورليوال زياته کړه ، د تيوری او تخنيکي دلایلو پربنسټ دا ډول سروي پدې وخت کې ورته د اعتباروړنده ، هغه وايی سروې بايد د اړتيا پراساس په مناسب وخت کې تر سره شي، پدې وخت کې داسې سروې نه يواځې دا چې د نظام سره مرسته نه کوي بلکه ستونزې هم پيدا کوي .

د څيړنې د ميتودونو په چوکاټ کې سروې بايد څه ډول تر سره شي ؟

د افغانستان د سيمه ايزو مطالعاتود مرکز پخواني ريس څيړونکي غفورليوال دا او نورې پوښتنې په مرکه کې ځواب کړي.لمړې يې همدا پوښتنه ځواب کړې :