شاته

د وزیرستان نه راستانه شوي کډوال مرسته غواړي

د کندوز ولايت د چاردرې ولسوالۍ اوسېدونکی جنت ګل دوه کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره يوځای له شمالي وزيرستانه خوست ته راغلی او دغلته په يوه کرايي کور کې اوسي.

جنت ګل شاوخوا دېرش کاله په ميرانشاه کې په جلا وطنۍ کې ژوند وکړ، دوی هغه مهال له ډيورڼد کرښې راواوښتل، کله چې پاکستاني ځواکونو په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځو پرضد د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات پيل کړل.

ددغو عملياتو له امله چې د ۲۰۱۴ ميلادي کال د جون په مياشت کې پيل او دوه کاله يې دوام وکړ، شاوخوا پنځه سوه زره وزيرستانيانو هم خپل کورونه پرېښودل او پر پاکستان سربېره افغانستان ته يې هم پناه يوړه.

جنت ګل وويل”موږ ډېر غريب شوو، د پاکستان حکومت موږ ته بايد مخکې له مخکې ويلي وای، چې خپل سامان مو راويستلی وای، اوس موږ دلته په کرايي کورونو کې پراته يو، کرايي ورځ په ورځ لوړېږي‟.

د مهاجرت نړيوالې ادارې يا IOM د معلوماتو له مخې له وزيرستان څخه خوست ته د راستنو شوو افغان کورنيو شمېر ۲۷۳۴ ته رسېږي، چې ددې ولايت د مختلفو سيمو په کرايي کورونو کې اوسېږي.

دغه کډوال د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه د هغې نقدي او غيرنقدي مرستو غوښتنه لري، چې دغه اداره يې هغو افغان کډوالو ته د مرستې په ډول ورکوي، چې په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي.

”په وزيرستان کې د عملياتو له امله موږ خپل کورونه پرېښودل، که چېرې موږ ته افغان او پاکستان دولت د تګ زمينه برابره کړي، چې خپل ځانونه راجستر کړو او د UNHCER د مرستې پاڼې راواخلو‟.

د پاکستان حکومت څه موده مخکې په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځو پرضد د عملياتو د پای ته رسېدو اعلان وکړ او له بې ځايه شوو وزيرستانيانو څخه يې د بېرته ستنېدو وغوښتل.

له دې کبله چې پاکستان له ستنېدونکو وزيرکډوالو سره د کورونو په جوړولو کې د مرستو ژمنه کړې، افغان کډوال هم له هغه هېواده د خپلو شتمنيو تاوان غواړي، خو پاکستان تر اوسه کوم ځواب نه دی ورکړی.

هڅه مو وکړه، چې په خوست کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ يا UNHCR نظر هم واخلو، خو کوم غبرګون مو ترلاسه نشو کړای.

مګر د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ امريکاغږ ته وويل، ولايتي اداره هڅې کوي، چې له دغو کورنيو سره د لازمو مرستو لپاره د مرستندويه ادارو پاملرنه راجلب او خپل حق ورته ورسوي.

ځدراڼ زياته کړه: ” هغه وخت د ثبت پروسه سمه نه وه، ځکه بيروبار زيات و، ډېر کډوال له ثبت څخه پاتې شوي دي. بيا هم موږ خپلې هڅې کوو، چې دغو کډوالو ته مرستې راجلب کړو‟.

په دې وروستيو کې له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ وروسته له هغه ګړندۍ شوه، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په اړه په خپله تګلاره کې بدلون راوست. هره ورځ لسګونه کورنۍ له ډيورډ کرښې افغانستان ته رااوړي.