BBC
 شاته

ډونلډ ټرمپ د نرېندرا مودي پېښې کړي

ورځپاڼې د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ او لومړی وزیر مودي ښې اړیکې لري او څو ځله یې مخامخ کتلي

د هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي چې امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې وروستیو کې څو ځله د کاري غونډو پر وخت د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي پېښې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ یوې مالومې سرچینې دا خبره امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ته کړې ده.

همدا خبر هندوستان ټایمز ورځپاڼې له یو لړ نورو خبرو سره راخیستی دی.

ورځپاڼه وایي تېر کال د جون په میاشت کې لومړی وزیر مودي واشنګټن ته ولاړ او له ولسمشر ټرمپ سره یې ولیدل.

د دې کتنې پر وخت لومړي وزیر مودي په افغانستان کې د امریکا د اوسني رول او تګلارې ستاینه وکړه او دا ادعا یې هم وکړه چې امریکا په افغانستان کې بې شمېره قربانۍ ورکړي، خو په بدل کې یې هېڅ نه دي ترلاسه کړي.

سرچینې وایي د لومړي وزیر دې خبرې پر ولسمشر ټرمپ اغېز وکړ او دی له هماغې ورځې راهیسې ټینګار کوي چې نوره نړۍ په افغانستان کې د امریکا له شتونه ناسمه ګټه پورته کوي.

او کله چې دی پر خپل دې دریځ یا باور ټینګار کوي نو په غونډه کې ناستو کسانو ته ور یادوي چې لومړي وزیر مودي هم همدا خبره کړې وه. او په داسې وخت کې دی بیا خپله لهجه بدلوي او د نرېندرا مودي په لهجه، یا که داسې ووایوچې په هندۍ لهجه کې خپله خبره، یا د مودي خبره تکراروي.

سپینې ماڼۍ لا په دې اړه څه نه دي ویلي. خو ولسمشر ټرمپ او لومړی وزیر مودي ښې اړیکې لري او څو ځله یې مخامخ لیدلي او پر ټيلیفون یې هم سره خبرې کړې دي.

ولسشمر ټرمپ تېر کال د سویلي آسیا او افغانستان لپاره په خپله نوې ستراتېژۍ کې پر دې ټینګار وکړ چې هند باید له دې وروسته په افغانستان کې خپل رول پراخ کړي.

اکسپرېس ټريبيون

د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د دې هېواد په عام ولس کې د بې وزلۍ د کچې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

لیکوال یې جاذب نېلس وایي، په پاکستان کې له اقتصاد سره تړلې پر هره موضوع هر وخت سیاسي او علمي بحثونو کېږي، خو د حیرانتیا خبره ده چې د عامو پاکستاني وګړو د بې وزلۍ په اړه بیخي کم بحث کېږٍي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان تعریف دا دی چې هر بالغ که د میاشتې له درییو زرو روپیو کمې ګټي، بې وزلى دی

لیکوال یې څو لاملونه په ګوته کوي. یو خو دا چې په پاکستان کې واکمن سیاسي ګوندونه هېڅ کله هم نه غواړي چې پر دې موضوع یا ستونزه پرانیستی بحث وشي، ځکه چې ګوته دوی ته ور اوړي او ملامته کېږي.

د بېلګې په توګه د پاکستان پیپلز پارټۍ ګوند څه واره په پاکستان کې واکمني کړې ده، خو یو ځل یې هم په دې اړه کره شمېرې نه دي خپرې کړي چې په دې هېواد کې څومره سلنه وګړي د غربت تر کچې لاندې ژوند کوي.

اوسني واکمن ګوند په ۲۰۱۶ کال کې د ۲۰۱۳ کال شمېرې خپرې کړې او ملامتیا یې پر پخواني حکومت ور واچوله.

بله دا چې په اکادمیکو څېړنو کې هم په پاکستان کې د بې وزلۍ کچه یو ډول نه ده ښودل شوې او هره څېړنه جلا خبره کوي. داسې کومه اکادمېکه تګلاره یا مېکانزم هم نشته چې په دې هېواد کې د وزلۍ کچه یا د بې وزله کسانو شمېر مالوم کړي یا لږ تر لږه پخپله بې وزلي په سمه توه تعریف کړي.

د پاکستان دولت تعریف دا دی چې هر بالغ که د میاشتې له درییو زرو روپیو کمې ګټي، هغه بې وزله دی. په دې حساب د پآکستان دېرش سلنه وګړي بې وزله دي.

خو نړیوال تعریف یا کچه بیا دا ده چې هر هغه بالغ وګړی چې د ورځې له دوو ډالرو کم ګټي، بې وزله بلل کېږي.

په دې حساب د پاکستان شپېته سلنه وګړي بې وزله بلل کېداى شي.

نيويارک ټايمز

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ګنګوسو ژورناليزم یا خبریالۍ په اړه یو په زړه پورې مطلب لیکلی.

لیکواله کرېسټي وامپول وایي، یو مهال به خلکو د ژورناليزم په مسلک کې ټول پام دې ته کاوه چې څرنګه د خبر یو موضوع تل ته ورسېږي او حقیقت ومومي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption "امريکا کې د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د گنگوسو خبريالي ډېره شوې ده."

خو نن سبا دا چاره بدله شوې ده. خبریالان او لوستونکي یا اورېدونکي د رښتیاو او درواغو پروا نه کوي. بلکې ته ټولو زړه راښکونکی خبر هغه وي چې تر ټولو ډېرې ګنګوسې پکې رانغښتې وي.

کرېسټي وایي چې ګنګوسو ته درواغو ژورنالېزم هم نشو ویلی، ځکه ډېری وخت همدا ادعاوې سمې ثابتېږي.

کرېسټي وایي چې په امریکا کې په تېر یوه کال کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په واکمنۍ کې د ګنګوسو خبریالي بیخي ډېره شوې ده، او پخپله ولسمشر ټرمپ هم بیا بیا له بې شمېره رسنیو سره په جنجالونو یا لفظي شخړو کې کېوتی دی.

یو بل لامل یې دا بدل شوی چې د خبر رسولو چاره بدله شوې ده. خلک اوس ورځپاڼې ډېرې نه لولي او تر ډېره پر تلویزیون یا انټرنټ خبرونه لولي یا یې ګوري او اوري.

او د تلویزیون او انټرنټ خبریالۍ کې یو مهم ټکی دا دی چې باید داسې عنوانونه یا انځورونو یا جملې وکارول شي چې زړه راښکونکې وي او لوستونکی پر مطلب کلېک وکړي.

لیکواله وایي چې همدا د کلېک کولو یا لایک اخیستلو شوق دی چې خبریالي یې له ګنګوسو ډکه کړې ده.