BBC
 شاته

" ايران په تېرو پنځو مياشتو کې څه د پاسه ٢٠٠٠ افغان ماشومان شړلي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډيری هغه افغانان چی له ایرانه را ایستل کېږی د ایرانی مامورینو له بد چلنده شکايت کوي

د هرات د کډوالو چارو اداره وایی له ايرانه د زیانمنېدونکو افغانانو را ایستلو بهیر په تېرو دوو میاشتو کی په بی ساري ډول چټک شوی دى.

هر کال ګڼ شمیر افغان کارګران چی په دوی کی له ١٨ کالو د ټیټ عمر ماشومان هم شامل دي د کار لپاره په ناقانونه توګه ایران ته اوړی.

په هرات کی د انصار پنډ غالي مشر عین الدین اسلمي بي بي سي ته وویل، یوازې د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر په میاشت کی څه باندی ٤٧٠ ماشومان له ایرانه را ایستل شوي دي چې عمرونه یې تر ١٨ کلنو ټیټ دي.

دا هغه افغان ماشومان دي چی د کار موندلو په تمه د قاچاق وړونکو له خوا ایران ته لیږدول کېږي.

په هرات کی د بشری حقونو خپلواک کمیسیون سیمه يیز دفتر تر دی مخکې ویلي چی ایران ته د افغان ماشومانو تلل د انساني قاچاق بېلګه ده او دولت یې باید مخنيوی وکړي.

د اسلام قلا پر پولې د کډوالو چارو استازی وایي په هغو څلور یا پنځه سوه افغانانو کی ماشومان هم شامل دي چی هره ورځ له ایرانه د اوسیدو یا کار اسناد نه درلودو له امله ايستل کېږي.

Image caption په هغوافغانانو کی ماشومان هم شامل دي چی له ایرانه د اسناد نه درلودو له امله ايستل کېږي

په هرات کی انصار پنډ غالی چمتو کړل شوی چی له ایرانه را ایستل شوي زيانمنېدونکي او اړمن افغانان لکه په نشه یی توکو روږدي، ناروغان او بی سر پرسته ښځی او ماشومان په کې مېشت شي.

ډيری هغه افغانان چی له ایرانه را ایستل کېږی د ایرانی مامورینو له بد چلنده شکايت کوي.

حسن روحاني: ايران خپل دفاع لپاره هر راز وسلې جوړوي

آيا افغانستان پاکستان په څېر د ايران پر وړاندې هم غوڅ دريځ نيولى شي؟

د ايران احتجاجونه په کوم لور روان دي؟

دوی وایی ايراني چارواکو په لاره کې وهلي ډبولي او د دوى پيسې يې اخيستي.

خو ایران تل دا ادعاوې رد کړې.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
له چابهار بندره چا ته ګټه رسېږي؟