BBC
 شاته

د نړۍ فوټبال پخواني لوبغاړي د لایبېریا ولسمشر لوړه وکړه

زرګونه لايبېريايان له دولتي مشرانو او يو شمېر مشهورو فوټبال لوبغاړو سره مله شوي، او نن پلازمېنه مونرويا کې د دغه هېواد د نوي ولسمشر جورج وېيا د لوړې مراسمو کتلو ته ورغلي وو.

ښاغی وېيا چې د فوټبال يو پخوانی نړيوال ستوری او سناتور دی، افريقا کې د لومړۍ ټاکل شوې ښځينه دولت مشرې ځای نيسي، چې ۷۵ کلونو کې دغه هېواد کې د واک لومړی ديموکراټيک لېږد هم دی.