"امریکا به پسرلي کې زر نور پوځیان افغانستان ته واستوي"
امریکايي پوځ پر داسې یوه پلان کار کوي، چې له مخې به یې افغانستان ته په را روان پسرلي کې زر تنه نور پوځیان واستول شي.
امریکايي رسنیو د لوړپوړو پوځي چارواکو له خولې ویلي، په دې سره به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۱۵ زرو ته ورسېږي.
د چارواکو په وینا، د ځواکونو د ډېرولو دغه ګام د هغې پراخې تګلارې یوه برخه ده، چې له مخې به یې د وسله والو طالبانو په ځپلو کې له افغان ځواکونو سره ملاتړ پیاوړی شي.
د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې د دې تګلارې له مخې به پر یوه نوي جګړه-ییز جوړښت کار وشي، چې له لارې به یې د پوځ له بېلابېلو برخو سرتېري او افسران سره ګډ کار کوي.
- ډونلډ ټرمپ: امریکا خپلواک او پیاوړی افغانستان غواړي
- "امریکا هند د افغانستان باوري ملګری بولي"
- "امریکا د افغانستان ثبات ته چندانې لیوالتیا نه لري خو تر ډېره به دلته پاتې وي"
پېنټاګون پر دې هم غور کوي، چې د افغانستان لېرې پرتو او په جګړه کې ښکېلو سیمو کې د خپلو جنګي سلاکارانو نوې ډلې څنګه په اغېزناک ډول کارولی شي.
نژدې یوه اوونۍ وړاندې په افغانستان کې مېشت د غوڅ ملاتړ ځواکونو په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د افغان امنیتي ځواکونو رول تعرضي وباله.
په خپره شوې خبرپاڼه کې دغو ځواکونو د خپل مشر جنرال جان نیکولسن له قوله لیکلي، تېر کال"افغان ځواکونو لاس ته راوړنې درلودې او طالبان یې پرېنښودل د جګړې په ډګر کې خپلې موخې ترلاسه کړي. "
د جنرال نیکولسن په وینا، "په ۲۰۱۷ کال کې طالبان ونه توانېدل یو ولایتي مرکز هم ونیسي." غوڅ ملاتړ له افغان امنیتي ځواکونو سره د خپلې همکاري د دوام ډاډ ورکړي.
په ژمي کې تر چمتووالي وروسته د پسرلي له پیل کېدو سره په افغانستان کې جګړه زور اخلي. دې ته په کتو افغان او بهرني ځواکونه نویو عملیاتونو ته چمتووالی نیسي چې ښايي دا ګام یې هم برخه وي.