BBC
 شاته

عیني شاهد: د توپیري ټولنیز چلن پر وړاندې د امبېدکر مبارزه

دا ځل د ۱۹۵۶ کال دسمبر ته ور ستنېږو. هغه مهال د هند د خپلواکۍ او بشري حقونو یوه مخکښ مبارز په ډیلي کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

بیمراو رامجي امبېدکر له ټبره د داسې یوه پوړ غړی و، چې رټل شوي بلل کېدل او د نورو هندو طبقو وګړو به ورسره راشه درشه او آن روغبړ هم نه کاوه.

امبېدکر د امریکا په کولمبیا او د برتانیا په لندن پوهنتون کې د دوکتورا تر کچې زده وکړې او د ژوندانه تر پایه یې د همدغه توپیري ټولنیز چلن پر وړاندې مبارزه وکړه. د اساسي قانون د جوړوونکې کمېټې د مشرۍ له کبله ده ته د هند د اساسي قانون بابا هم ویل کېږي.

د ده په هلو ځلو له ښکته ټولنیزو پوړونو سره توپیري چلن د قانون له لارې منع وګرځول شو.

په دې اړه د لوسي برنس د رپوټ پښتو بڼه سپین تڼی وړاندې کوي.