BBC
 شاته

سوريه کې د ترکیې پوځي عمليات روان دي؛ د ملګرو ملتونو بېړنۍ غونډه

د انځور حقوق AFP
Image caption له ترکيې سره پر پوله عفرین ښار له ۲۰۱۲ کاله راپدېخوا د واي پي جي ډلې تر ولکې لاندې دی

د ترکيې رسمي رسنۍ وايي، د دغه هېواد پوځ د سوريې په شمال لوېديځ کې د کورد ملېشو (وای پي جي) پر ضد عملياتو کې "ځينې کلي" نيولي دی. په عيني حال کې پتېيل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا به په دې تړاو يوه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.

د دغه خبري رسنۍ په وينا، په دې عملياتو کې ترکي ځواکونه له کوم مقاومت سره نه دي مخ شوي. دا په داسې حال کې ده چې کورد ملېشې (وای پي جي) وايي، د ترکيې پوځ دوه ټاکونه يې له منځه وړي او پرمختګ يې درولی دی.

انقره وايي، په دغو عملياتو کې هېڅ کوم ولسي وګړي ته زيان نه دی اوښتی. خو په بريتانيا کې د بشري حقونو يوه ډله وايي لږ ترلږه ۱۸ ملکيان وژل شوی دي.

د ترکیې لومړي وزیر بنعلي یلدریم ویلي، تمه لري د ترکيې ځمکنی پوځ وکړی شي د خپلو عملیاتو د دوام په ترڅ کې کوردۍ واي پي جي ډله له عفرین څخه وباسي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د ترکیې لومړي وزیر بنعلي یلدریم ویلي، تمه لري د ترکيې ځمکنی پوځ وکړی شي د خپلو عملیاتو د دوام په ترڅ کې کوردۍ واي پي جي ډله له عفرین څخه وباسي

شنبې ( د مرغومي ۲۹) ترکیې اعلان وکړ چې په دغه سیمه کې یې تر سلو ډېر هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

د واي پي جي ډلې یوه ویاند ویلي چې د شبنې پر ورځ د ترکیې د بمباریو له امله لږترلږه ۹ کسان وژل شوي ۶ یې ملکیان دي.

ترکیه- که سوریه پوله ماته کړي، غچ ترې اخلو

"د سوریې په یوه بند کې تر ۱۳ زرو کسان اعدام شوي"

کورد ټولپوښتنه، عراق ماتېږي که بله جګړه کې ښکېلېږي؟

پر پوله عفرین ښار له ۲۰۱۲ کاله راپدېخوا د واي پي جي ډلې تر ولکې لاندې دی.

ځینې رپوټونه وايي چې د ترکیې له ملاتړه ځینو برخمنو وسله والو ډلو په ښار کې نفوذ کړی دی.

تر دې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عفرین په ښار کې د کوردانو پر وړاندې د خپل پوځ د ځمکنیو عملیاتو خبر ورکړی و. ده په سوریه کې مېشت ځواکونه په دې تورن کړل چې د کوردي پي کې کې، د کوردستان د کارګرانو ګوند پوځ یوه برخه ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption ترکي الوتکو په سوریه کې دننه د کوردانو سیمي بمبارد کړې.

ترکیه واي پي جي ډله ترهګره بولي او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د دوی پولو سره نژدې مېشت شي.

سوریې ترکیې ته تر دغه احتمالي برید وړاندې خبرداری ورکړی و. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم پر اوسنۍ مسلې خپله اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو غاړو یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي.