BBC
 شاته

کابل کې پر انټرکانټيننټل هوټل بريد

طالبان وايي کابل کې پر انټرکانټينېټل هوټل کې بېګانی بريد د دوی کار و، چې د افغان کورنيو چارو وزارت په وينا له ۱۲ ساعته نښتو وروسته د ۶ بريدګرو په وژلو پای ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت وياند ويلي وروستي دوه بريدګر د هوټل شپږم پوړ کې پت شوي وو، چې له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه ووژل شول.