شاته

باچاخان، يو خوب يو حقيقت

باچاخان د انځور حقوق FB
Image caption د خپلو خلکو په منځ کې د خان عبدالغفار خان ځايگى د سترو قربانيو پايله وه

د هند په پلازمېنه ډيلي کې، د اکاش واڼي (آل انډيا راډيو) پښتو څانگې يوې مرکې ته ور وبللم.

له ژمنې سره سم مې په ټاکلي وخت ځان سيمې ته ورساوۀ. د راډيو ودانۍ مخې ته چې له گاډي کوزېدم سترگې مې د خان عبدالغفار خان پر يوه لوى تصوير ولگېدې چې د انديرا گاندي، سوباش چندر بوس او د هند د تاريخ ځينو نورو مخورو څېرو تصويرونو په سر کې پر يوې دړې چاپ شوى و.

دا صحنه راته ډېره زړه راښکونکې وه، او "سېتيزن آف دې ورلډ" يا "نړېوال تبعه" په نامه د باچاخان پر ژوندانه د جوړ شوي يوۀ مستند فلم وينا را په زړه شوه، چې ويل يې:

"عبدالغفارخان په افغان تاريخ کې ډېر لوړ دريځ لري."

د دغې وينا رښتينوالى مې هماغه شېبه په هندۍ پلازمېنه کې څرگند محسوساوۀ، او خان عبدالغفار خان مې د سترگو پر وړاندې دنگ او لوړ ولاړ و.

څو شېبې هلته ځاى پر ځاى ولاړ وم، دباچاخان د ژوندانه کيسې مې چې په کتابونو کې لوستې، لکه د فلم صحنې تر سترگو تېرېدې.

په "وارده" او "سېواگرام" کې يې له مهاتما گاندي سره ناسته ولاړه، او د پښتنو انځور ښه کولو لپاره يې د کانگرېس گوند سترو غونډو ته ويناوې، چې آن اوس هم له افغانانو سره د لوستو هنديانو پر چلند يې اغېز تر يوۀ برېده احساسېږي.

دا انځور د هغه حقيقت هنداره وه چې ښوول يې څنگه نورو له خان عبدالغفارخانه زده کړې کړي، او خپلو خلکو هېر کړى.

هند کې همدا اوس د خداى خدمتگار په نامه ټولنه شته چې وايي له عبدالغفار خان يې الهام اخيستى.

د انځور حقوق .
Image caption د آل انديا راډيو ودانۍ

د هشنغر په اتمانزو کلي کې زېږېدلى دغه کس داسې دريځ او باور گټلى و چې کانگرېس گوند د مولانا ابوالکلام آزاد، جواهر لال نهرو او سردار پټېل ترڅنگ د خپل هغه څلور کسيز پلاوي غړى ټاکلى و چې له انگريزانو سره يې په هند کې د هندوستانيانو په مشرۍ د لومړني جوړېدونکي حکومت پر بڼې برخليک ټاکونکې خبرې کولې.

دا اعتبار او دريځ د اوږدې مبارزې او قربانيو پايله وه، چې نوموړي د خپل ولس د بيدارۍ لپاره ورته اوږه ورکړې وه.

خپلواکۍ لپاره د مبارزې انگيزه

خان عبدالفغار خان په داسې حالاتو کې سر را پورته کړ، چې د پښتونخوا خلک د انگريزانو تر نيواک لاندې وو، له خپلمنځي تاوتريخوالي، ناوړو دودونو او نالوستۍ کړېدل.

نو نوړموړي ځکه د ټولنې د اصلاح، روزنې او خپلواکۍ مبارزه په يوۀ مهال پر مخ وړه.

خو په خپله وايي جالبه دا وه چې په هر ډگر کې يې پر لار د پردو په لمسه خپلو خنډونه ولاړول.

باچاخان په دې تړاو چې څنگه يې د مبارزې انگېزه ومونده په خپل کتاب "زما ژوند او جدوجهد" کې ليکي، چې هغه مهال په پوځ کې دنده عزتمن کار بلل کېدۀ او په يونيفارم کې نغښتي پوځيان دۀ لپاره هم په زړه پورې وو.

دوستانو يې ورته ويل چې دنگه ونه لري نو دې دندې لپاره ښه جوړ دى.

باچاخان وايي په هغو ورځو کې پوځ کې دنده ترلاسه کولو لپاره اړتيا وه چې د هند وايسراى منظوري واخيستل شي، دۀ غوښتنليک ورکړ او بيا يوې پوځي قطعې ته د خپل يوۀ ملگري افسر ليدو ته ورغى.

دى وايي "زه له خان (د باچاخان ملگرى) سره ولاړ وم، دۀ خپل وېښته انگريزانو ته ورته جوړ کړي و. يو انگريز افسر راغى او دۀ ته يې په سپکه لهجه وويل خان صاحب ته هم انگريز جوړېدل غواړې؟ ما ته ويل شوي و چې په پوځ کې ټول سره برابر دي خو دۀ غريب ورته جواب قدرې ورکولى نشو. ما چې دا حال وليدۀ له دې نوکرۍ مې زړه تور شو."

د وايسراى منظوري راغله خو دۀ د پوځ ليکو ته له ور گډېدو ډډه وکړه، سره له دې چې کورنۍ او دوستانو يې ډېر وهڅاوۀ، د ښوونځي يو کال يې ضايع او پلار يې هم د دۀ په وينا ورنه خپه شو.

د مدرسو جوړول

خان عبدالفغار خان پوه شو، ولس يې هغه مهال د ځان ژغورلو جوگه کېږي چې لوستى شي. دا هم ورته ځورونکې وه چې د دوى په خپله ژبه هېڅ ښوونځى نه و.

د انځور حقوق FB
Image caption خان عبدالغفار خان ښوونځي په بسپنو او خپل شخصي لگښت چلول

نو د مدرسو او ښوونځيو په جوړولو يې پيل وکړ. دا مدرسې او ښوونځي يې په بسپنو او خپل شخصي لگښت چلول، چې ماشومانو په خپله ژبه په کې زده کړې کولې. د "پښتون" په نامه د پښتو ژبې لومړنۍ اوونيزه يې چاپ کړه.

د ترنگزو د حاجي صاحب په څېر چې د پښتونخوا مخوره څېره وه ډېرو علماو د باچاخان لاسنيوى کاوۀ، خو سره له دې د ملايانو له لوري يې مخالفت کېدۀ.

باچا خان دا مخالفت د هغه مهال انگريز واکمن د لمسې پايله بلله، ځکه په حکومتي يانې انگريزي ښوونځيو کې ملايانو خلک له تعليمه نه منع کول.

باچاخان او ملگري يې په دې باور و چې د هغه مهال واکمنو (انگريزان) د خلکو له ناپوهۍ گټه اخيسته او ملايانو ته به يې ويل "که دوى لوستي شي نو ستاسو به اغېز او نفوذ کم شي."

خدايي خدمتگار ټولنه

پښتني ټولنه کې ډېر ناسم دودونه وو او خان عبدالغفارخان يې د سمون لپاره ډېر کړاوونه وگالل، خو په خواشينۍ سره چې لا هم پرځاى دي.

دى کلي په کلي وگرځېد او د ولس د تنويرولو هڅه يې وکړه. په پښتنو کې د بدل او غچ اخيستو د دود له منځه وړلو په موخه يې کار پيل کړ.

د پښتونخوا ولسونه هغه مهال سخت فشار لاندې وو. او خلکو ته به ډله ييزې سزاگانې ورکول کېدې. پاچاخان په دې برخه کې يوه بېلگه داسې راوړې:

"زه حکومت د بغاوت په تور نيولى وم او شپاړس ورځې وروسته زما د پلار په گډون زموږ د کلي يو شمېر نور کسان هم هماغه زندان ته راوستل شول. هغوى نکل کاوۀ چې پوځيان سپېده چاود مهال کلي ته راغلل، مدرسې ته څېرمه په يوۀ ډاگ کې يې توپونه ځاى پرځاى کړل، او کوڅو کې به يې چې هر څوک ليدل هغوى به يې نيول او ډاگ ته به يې راوستل. چې لږه رڼا شوه بيا کورونه يې وپلټل وسلې يې واخيستې او سړي يې ټول ونيول او ډاک کې يې توپونو ته مخامخ کېنول. ښځې پر بامونو ختلې وې، ژړا او انگولا وه، ټولو داسې انگېرل چې گواکې اوس به وژل کېږي. کمشنر راغى او وې ويل چې ستاسو کلى مو ٣٠ زره روپۍ جريمه کړى. خو دومره پيسې له کليوالو سره نه وې، نو دوى ١٠٠ سړي زندانونو ته راوستل تر هغه چې کليوال دا جريمه پرې کړي."

خان عبدالغفار وايي نو ځکه خلکو ته د منظم خدمت اړتيا وه. باچا خان د خداى خدمتگار غورځنگ را منځته کړ او پښتانه يې نه تاوتريخوالي يا عدم تشدد ته را وبلل.

دى وايي "خداى د خپل بنده خدمت ته اړتيا نه لري. نو د خداى خدمت د هغه د مخلوق خدمت دى. خلکو ته د خدمت له لارې د خداى خدمت کېږي." نو ځکه يې دا غورځنگ جوړ کړ.

د انځور حقوق FB
Image caption خان عبدالغفارخان د پښتني ټولنې سمون لپاره ډېر کړاوونه وگالل

دى د خپلې مبارزې په لړ کې بيا بيا د حکومت له لوري زنداني شو او جلا وطني يې تېره کړه. د خان عبدالغفار خان په وينا انگريزانو له خداى خدمتگارانو سره ځانگړى غليمانه چلند کاوۀ او ويل به يې "د نه تاوتريخوالي د فلسفې خاوند پښتون تر تاوتريخجن هغه ډېر خطرناک دى."

د کړاوونو لړۍ د هغه په وينا د پاکستان له جوړېدو وروسته لا زور واخيست. باچاخان په خپل کتاب کې په دې تړاو ليکي:

" له هغه ورځې چې پاکستان جوړ شوى ما ته يې خدمت موقع نه ده راکړې يا په زندان کې يم يا په خپل کور کې نظربند."

سرې جامې

خداى خدمتگارو د نظم او پاکۍ لپاره د خپل يونيفورم د رنگ (چې سپين و او ژر به ناولى کېدۀ) بدلولو غوښتنه وکړه چې په وينا يې د دۀ په نه شتون کې هوکړه پر سره رنگ وشوه، او دۀ يې هم د بيا بدلولو هڅه و نه کړه.

خو پر دوى تور لگېدۀ چې گواکې دا رنگ په شعوري توگه غوره شوى او بلشويکان دي.

خو پاچاخان وايي تر هغه وخته يې نه د مارکس، نه لنين او نه هم د بلشويکانو په تړاو کوم کتاب لوستى و او نه په دې پوهېده چې د هغوى د نښان رنگ سور دى.

کانگرېس سره اېتلاف

د خان عبدالغفار خان د مبارزې بل پړاو له همدې ځايه پيلېږي. دى وايي پر موږ تور پورې کېدۀ چې ولې مو له مسلم ليگ سره چې يو مسلمان غورځنگ و اېتلاف و نه کړ. دى له کانگرس سره د خداى خدمتگارو اېتلاف يو مجبوريت بولي او وايي "زه د گجرات په زندان کې وم. د خداى خدمتگارو غړي راته راغلل او وې ويل چې حکومت پر موږ سخت زياتى پيل کړى. ما وويل مسلم ليگ سره تماس ونيسي او ووايئ چې موږ خو ستاسو مسلمان وروڼه يوو نو زموږ دا غږ په مرکز کې پورته کړئ. خو د مسلم ليگيانو وينا دا وه چې ستاسو تگلاره د حکومت خلاف ده او موږ دا تگلاره نه لرو نو مرسته نشو کولاى. بيا زموږ پلاوى کانگرس ته ورغى او هغوى زموږ مرسته وکړه. پر پښتنو زور زياتى پرتله ييز ډول ډېر کم شو. او زه يې هم د کانگرېس او حکومت تر منځ د شوې سولې له امله له زندانه پرېښوولم."

پښتونخوا ټاکنې: يوې ښځې هم رایه نه ده ورکړې

Image caption د آل انديا راډيو پښتو برخې له مسوول "ممتاز ولي" سره

باچا خان هند کې د مسلمانانو د منظمولو لپاره هم ډېرې هلې ځلې کړي او اووۀ کاله چې حکومت له پنجاب او پښتونخوا نه منع کړى و، په بنگال، بېهار او نورو سيمو کې د مسلمانانو د منظمولو لپاره يې ډېر کار وکړ. هغه ته د مسلمانانو نه پرمختگ ځورونکى و. يوه ښه بېلگه يې بيت المقدس ته د هغه د سفر کيسه ده.

"په ۱۹۲۶م کال کې بیت المقدس ته ورغلم هلته به مې چې هره آباده ځمکه لیده نو خاوند به یې یهودی و، او چې شاړې ځمکې به مې لیدې خاوند به یې عرب و. د یهودانو په سیمو کې خوړنځایونه پاک او یوازې به ماښام په کې کسان لیدل کېدل، ځکه د ورځې به ټول یهودان په کار بوخت وو. خو دعربانو په سیمو کې به رسټورانتونه تمامه ورځ ډک و خلک به په کې ناست و چلمونه به یې څکول او یو ډول لوبه به یې کوله. یوه ورځ مې له یوه عرب سره خبرې کولې او د شاړو ځمکو خبره مې وریاده کړه چې د يهودانو سيمې آبادې او ستاسو بیا شاړې پرتې دي. هغه وویل موږ دا شاړې ځمکې په یهودانو خرڅو چې آبادې کړي، هسې هم دا وروستۍ پېړۍ ده او مهدی ع را روان دی او دا ټول به بېرته زموږ شي."

خان عبدالغفار خان د نه تاوتريخوالي د سياست منتقدينو ته په ځواب کې وايي د آزادۍ تر لاسه کولو ترڅنگ يې د دغې تگلارې يوه بله موخه په افغانانو کې د ورورولۍ، مينې، يووالي او د ټولنيز ژوند لپاره د احساس را ژوندي کول وو، چې دا دويمه موخه تر ډېره تر لاسه شوې.

د پاکستان له جوړېدو وروسته پاکستاني حکومت پر خداى خدمتگار غورځنگ بنديز ولگاوه او ټول بنسټونه يې ورته ويجاړ کړل.

هندى ليکوال کرېش کرناد د خان عبدالغفار خان په اړه وايي:

"موږ په ترينگلو حالاتو کې ژوند کوو خو خپل تاريخ بايد هېر نکړو. خان عبدالغفارخان نه يوازې د افغانانو مشر بلکې د نيمې وچې د تاريخ ستره څېره او په اصلي مانا يو مسلمان و، چې غږ به يې د پېړيو په اوږدو کې اورېدل کېږي."