BBC
 شاته

د سني لیونې مجسمه جوړیږي

د انځور حقوق Getty Images

د هندي فلمونو مشهورې ممثلې سني لیونې مومي مجسمه به ډیلي کې د مادام تساو موزیم کې ځای پر ځای شي. سني په هند کې خورا ډېر مینه وال لري او مادام تساو موزیم چارواکو یې د مینه والو همدې ګڼ شمېر ته په کتو د مجسمې نصب کولو پرېکړه کړې.

دا وروستیو کې د لندن مادام تساو موزیم ماهرین هند ته تللي وو او هلته یې د سني نژدې ۲۰۰ تصویرونه د دې لپاره اخیستي، چې د مجسمې جوړولو کې به ورنه کار اخلي. ویل کېږي د روان کال تر پایه به مجسمه ځای پر ځای شي او د سني مینه وال به کولای شي سیلفي تصویرونه ورسره واخلي.

سني خپله په دې تړاو ډېره خوښي ښيي، خو دا به اوس کتل کېږي، چې د انټرنېټ په څېر موزیم کې هم سني د امیتاب بچن او سلمان خان په څېر مشهورو فلمي ستوریو د محبوبیت ریکارډ ماتوي او که ترې شاته پاتې کېږي.

د بهنسالي ستونزې

پدماوت د انځور حقوق Viacom 18/Bhansali Productions
Image caption له ډېرو ناندریو وروسته پدماوت بالاخره نندارې ته وړاندې کېږي

بل لور ته له پلان سره سم د هند جمهوریت جشن په مناسبت دوه فلمونه نندارې ته وړاندې کېدل، چې یو د سنجې لیلا بهنسالي (پدماوتي) او بل هم د اکشې کومار (پډمین) دی.

پدماوتي سره د راجپوت قبیلې له سخت مخالفت وروسته ډېرې ناندرۍ راپورته شوې، خو وروسته د هند سانسور بورډ او سترې محکمې نندارې ته د وړاندې کولو لپاره اجازه ورکړه.

سنجې له ډېرو ستړیو ستونزو وروسته نندارې ته د خپل فلم وړاندې کېدو اجازه تر لاسه کړه، خو دوې اندېښنې یې لا هم پر ځای پاتې وې.

یوه دا چې په ځینې ایالتونو کې به د فلم نندارې پر مهال د خلکو غبرګون څنګه وي او بله اندېښنه هم دا چې د اکشې کومار له فلم سره یو ځای ننداره به یې د عاید له پلوه فلم ته څومره ګټوره وي.

د ښاغلي بهنسالي یوه اندېښنه خو اکشې کومار هغه مهال لرې کړه، چې نندارې ته د خپل فلم وړاندې کولو ځنډ یې اعلان کړ. اکشې وویل، د سنجې ستونزو کمولو کې یې د مرستې پرېکړه کړې او له همدې کبله خپل فلم تر فبرورۍ میاشتې پورې ځنډوي.

البته د سنجې دویمه اندېښنه به تر راتلونکې اوونۍ پورې پر ځای پاتې وي، چې فلم یې نندارې ته وړاندې شي او معلومه شي، چې پولیس او منتظمین د تاوتریخوالي مخنیوي کې څومره بریالي ثابتېږي.

د سلمان خان ملګرې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یولیا وینتور وايي، ګنګوسې پرې اغېز نه کوي

د رومانیا ټلویزیون مشهور شخصیت یولیا وینتور ښايي د خپل تمثیل پرتله د هندي فلمونو مشهور ممثل سلمان خان د دوستۍ له کبله ډېر شهرت موندلی. یولیا له ډېرې مودې راهیسې ممبۍ کې اوسي او له سلمان خان سره یې دوستي په بېلا بېلو نومونو یادېږي.

ځینې رسنیو خو هغې ته د سلمان معشوقې نوم ورکړی، خو خپله یولیا تل په دې تړاو له څه ویلو ډډه کړې. ۳۷ کلنې یولیا دا وروستیو کې له ممثل منېش پال سره د خپل ګډ البوم (هرجايي) معرفي پر مهال ویلي، ګنګوسې پرې اغېز نه کوي او نه یې له سلمان او د هغه له کورنۍ سره پر اړیکو کوم اغېز شته.

یولیا وايي، خپلوۍ د رسنیو یا ورځپاڼو له سرلیکونو ته جوړیږي، بلکې رښتینی ژوند یې جوړوي. نوموړې وايي، سلمان خان ته درناوي لري او د هغه په اړه چې څه لیکل کېږي، په خبره یې ډېره برخه یې تشې ګنګوسې دي.