BBC
 شاته

د هغو کالیو نندارتون چې پر اغوستونکو یې جنسي تېری شوی

درځئ د بلجیم برسلز ته ولاړ شو. دغلته یو داسې نندارتون جوړ شوی دی چې، د هغو ښځو کالي پکې نندارې ته ایښودل شوي چې، جنسي تېري پرې شوي وو. د دې نندارې نوم دی "ایا زما ګناه ده". یعنې هدف دا دی چې، د خلکو هغه نظر او عقیدې وننګوي چې کله پر ښځو جنسي تېري کېږي نو وايي، داسې او هغسې کالي یې اغوستي و او پړه د دې پر ځای چې پر ظالم واچوي پر مظلوم یې اچوي.