BBC
 شاته

د افغانستان په تړاو د ټرمپ ستراتيژي او هیله مندي

افغانستان کې د اورپکۍ ختمولو په تړاو د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراتیژي هلته ډېر هیله من کړي او امریکا سره ښې اړیکي افغان حکومت یوه لاسته راوړنه ګڼي.

ښاغلی ټرمپ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتو سره مخالف دی.

نوموړي څه موده وړاندې د جنوبي اسیا په تړاو د امریکا نوې ستراتیژي کې پاکستان هم د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه یاد کړی وو او ترې یې د لا نورې همکارۍ غوښتنه کړې وه. نجما ځلا له کابله رپوټ لري.