BBC
 شاته

افغانستان لاس نا خوړلې زېرمې لري

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption افغانستان کې سلګونه کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول کیندل کېږي

ټایمز اف انډیا:

ټایمز اف انډیا ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي د افغانستان له لورې د ایران د چابهار بندر کارول به دې ته زمینه برابره کړي چې افغانستان په اقتصادي ډګر کې ډېر پرمختګ وکړي او د سوداګرۍ په لار کې به یې خنډونه لري شي.

ورځپاڼه لیکي ایران هند ته وړاندیز کړی چې د شوي تړون له مخې به د بندر له مدیریت نه برخمن شي. د ورځپاڼې د لیکنې له مخې ایران، افغانستان او هند کولای شي چې پر دې لاره له فرصتونو نه په ګټه په سیمه کې د سوداګرۍ لپاره ګامونه واخلي.

ټایمز اف انډیا وړاندې لیکي افغانستان د تېلو زیرمې او داسې معدنونه لري چې لاس نه دی وروړل شوی چې اهمیت به یې په تدریجې ډول په نړیوال اقتصاد کې په ډاګه شي.

ډان:

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه د پاکستان او امریکا د اړیکو په هکله په یو مطلب کې لیکي، په تېرو ۱۶ کلونو کې امریکا په سلګونه د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل، اسامه بن لادن یې وواژه او پاکستان تورن شو چې له هغو ترهګرو سره مرسته کوي چې په افغانستان کې امریکایان وژني او له امله یې د دواړو هېوادونو اړیکې ډېرې خرابې شوې او ښايي لا پسې خرابې شي ځکه چې تر دې وړاندې هېڅکله داسې نه دی شوی چې پاکستان دې افغانستان ته د هوايي لارې د تړلو ووايي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال ایبټ اباد کې ځانګړو امریکايي ځواکونو وواژه.

ورځپاڼه لیکي دا هغه څه دي چې کولای شي د طالبانو پرضد جګړه چې امریکا یې ملاتړ کوي اغیزمنه کړي او په دې مانا ده چې پاکستان له امریکا سره جګړې ته کیوځي.

ډان لیکي که څه هم لوړ پوړو چارواکو ویلي چې پاکستان به دا ګام پورته نه کړي خو په داسې وخت کې چې ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د میلیونو ډالرو پوځي مرستې د نه ورکولو پرېکړه کړې دا یوه یادونه ده چې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د برخلیک په ټاکلو کې پاکستان څومره رول لرلی شي.

ګارډین:

لندن کې چاپیدونکې د ګارډین ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي القاعده شبکې په داسې حال کې د داعش او ورسره تړولو نورو ډلو د غړو په خپلولو پیل کړی چې د داعش د خلافت له نسکورېدو سره دغې ډلې خپل ګڼ شمېر غړي، شته، واک لاندې سیمه او اعتبار له لاسه ورکړی دی.

ګارډین لیکي القاعده شبکې د داعش او ورسره تړلو نورو ډلو د غړو خپلولو چاره تېر اوړي کې ان له هغه مخکې پیل کړې وه چې داعش خپل وروستی پناه ځای هم وبایلود.

ورځپاڼه لیکي له دې بریښې چې القاعده څومره ډېره لیواله ده چې غواړي هغه کسان او سرچینې ولري چې سیالې ډلې یې یعني داعش لرل.

ګارډین لیکي یو شمېر کارپوهان په دې نظر دي چې اوس القاعده غواړي چې خپل غړي په ټوله نړي کې خواره کړي چې د لویدیځ پرضد بریدونه وکړي او له بله پلوه د اورپکو ډلو ترمنځ مخکښ رول هم ولري.